د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا مرکز او ۷ ولسوالۍ افغانانو ته وسپارل شوې


نجیب الله الوخېل

د افغانستان پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې او ۷ ولسوالیو د امنیتي چارو مسوولیتونه د ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې افغان ځواکونو ته وسپارل شول.


هغه پوځي مراسم چې د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې کې افغان امنیتي ځواکونو ته دنوموړي ولایت دمرکز او ۷ ولسوالیو د امنیتي مسوولیتونو دسپارلو په موخه جوړ شوي ول، په کې د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید ،د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال عنایت الله نظري ،دبریښنا او فواید عامې وزارتونو مرستیالانو او ترڅنګ يې دکورنیو چارو وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د ملي امنیت لوی ریاست او دسولې عالي شورا استازیو په کې برخه اخیستې وه .

په دې مراسمو کې پکتیکا والي محب الله صمیم په خپلو پیلیزو خبرو کې په ټولیزه توګه دنوموړي ولایت دسیاسي،امنیتي او ټولنیز حالت او اقتصادي پرمختیاوو په تړاو خبرې وکړې.

ښاغلي صمیم که له یوې خوا دپکتیکا ولایت امنیتي ارګانونه دمرکز او یو شمیر ولسوالیو دامنیتي مسوولیتونو اخیستو ته چمتو وښودل ،بلخوايې له مرکزي حکومت او نړیوالې ټولنې په کلکه وغوښتل ،چې په درنو وسلو دې ددوی پوځي قطعاتو سمبالښت ته پاملرنه وکړي.

ښاغلي صمیم وویل : ((که څه هم دهیواد په کچه دامنیتي مسوولیتونو دلیږد دریم پړاو عملاً پیل شوی او تاسو وینئ ،چې دملي اردو ،ملي پولیسو او دملي امنیت ځواکونو دهیواد د75سلنې امنیتي مسولیتونه اخیستي دي ،کوم ،چې په خپله دافغانانو له خوا رهبري کیږي . له نیکه مرغه نن ورځ په پکتیکا کې هم دا بهیر پیل شو، پدې سرتیرو او افسرانو کې دا وړتیا له پخوا موجوده وه او اوس به په رسمي ډول دې مسولیتونو ته اوږه ورکوي.))

د لیږد پروسې په دې ځانګړو مراسمو کې دملي دفاع وزارت لومړي مرستیال عنایت الله نظري په خپلو خبروکې د پکتیکا مثبتې پرمختیاوې وستایلې. دده په خبره دپکتیکا په امنیتي حالاتو کې مثبتې پرمخیاوې د دې لامل شوي ،چې دا ځای دلیږد په درېیم پړاو کې شامل شي.

ښاغلي نظري ګډونوالو ته ډاډ ورکړ ،چې ډیر ژر به افغان ځواکونه پداسو پرمختللو وسلو سمبال شي ،چې دمستقلانه دفاع جوګه به وګرځي.نوموړی وايي: ((موږ اوس هغه مرحلې ته رسیدلي یو ،چې په خپلو پښو ودریږو ، زه امیدواره یم پکتیکا ولایت کې دامنیتي مسولیتونو اخیستل به دپخوا په پرتله ښې نتیجې ولري ،موږ هغه مهال بریالي کیږو ،چې دخپلو خلکو ملاتړ له ځانه سره ولرو.))


دپکتیکا ولایتي شورا رییس عبدالمبین فقیرزاده دولسونو په استازیتوب د هیواد له ملکي او پوځي مشرتابه وغوښتل ،چې ددې ولایت په ټولو سیمو کې دې محلي پولیس ځای پرځای کړي ،ځکه دې کار لپاره ولسونه پوره تیارۍ لري:

((د پکتیکا ولس غواړي ،چې په ټولو ولسوالیو کې محلي پولیس ځای پرځای شي ،ډیره ښه نتیجه يې ورکړې او خلک راځي دخپلې خاورې ددفاع په خاطر او دخپل هیواد دساتنې لپاره دوسلې غوښتنه کوي.))

د یادونې وړ ده دافغانستان په سویل ختیزو سیمو کې دیو شمیر ساحو د مستقلانه دفاع مسوولیتونه داسې مهال افغان ځواکونو ته سپارل کیږي ،چې ددې ولایتونو یو شمیر سیمې او ولسوالۍ دناامنیو له ګواښ سره مخامخ دي.
XS
SM
MD
LG