د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سېلاوونو ۳۷۱ کسان وژلي


د پاکستان د قدرتي افتونو نظم اداره اين ډي ايم اې د تېرې جمعې په ورځ ويلي چې د پشکال سختو بارانونو او سېلابونو روانه مياشت په دغه هېواد کې ٣٧١ کسان وژلي او څلورنيم میليونه کسانو خپل کورونه، کرنيزې ځمکې او څاروي له لاسه ورکړي دي.

دغه اداره وايي، سېلابونو سېند صوبه ډيره ځپلې ده، چې په کې ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کال کې هم سېلابونو سخت زيانونه اړولي وو.

د ادارې په وينا سېلابونو پنجاب او بلوچستان صوبونو ته هم ژيات تاوان رسولي دی.

دغه سېلابونه د روانې مياشتې په پيل کې شورو شوی وو چې د پاکستان په شمال لوېديځ او کشمير کې يې شا و خوا ٨٠ کسان ووژل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG