د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان په پټه د ډرون بریدونو ملاتړی دی"




وال سټریټ جرنل ورځپاڼه د امریکایی چارواکو له خولې ليکي یوه میاشت مخکې امریکایی استخباراتي ادارې سي آی اې د پاکستان استخباراتي ادارې یو جرنیل ته په یو فیکس کې هاغه ټولې پراخه سیمې په ګوته کړې وې چیرته چې امریکا د ډرون بریدونو اراده لري. د ورځپاڼې په خبره پاکستانیان چې په ولسي کچه د یاد پروګرام مخالفت کوي، په اړه یی هیڅ نه وایي.

ورځپاڼه د پروګرام سره بلد امریکایی چارواکو له خولې زیاتوي په دې اساس او دا هم چې پاکستان په هدفي ځایونو کې امریکا ته د هوایی لارې د استعمالولو اجازه ورکول جاري ساتلې، امریکایي حکومت دې نتیجې ته رسي چې د پاکستان لخوا ورته په پټه خوله رضا مندي ښودل کېږي چې د هیواد په سرحدي سیمو کې دې ډرون بریدونه وکړي.

ورځپاڼه لیکي په اوږد مهاله موده کې د پروګرام په قانوني ډول غیر یقیني صورتحال ته په کتلو سره، چې په دفاع کی یې موقع په موقع دلیلونه وړاندې کیږي، په انتظامیه کې د وکیلانو یوه ډله د لا نورې مستحکم ډهانچې د جوړولو هڅه کوي. دا به ښکاره کوي چی حکومتونه تر کوم حده داسې وسله استعمالولی شي.

ورځپاڼه لیکي په ولسي کچه پاکستان وار په وار د ډورن پروګرام مخالفت کړی چې تقریبا لس میاشتې وړاندې یې په هیواد کې د سي آی اې د ډرون بریدونو یواځنۍ اډه و تړله . بیا ځيني پاکستاني چارواکي په پټه وایي خپل حرکتونه د ډرون بریدونو تایید نه ګڼي. دوي وایی پاکستان د ډرون د نښه کولو په امکان هم سوچ کړی خو عمل یې پرې ځکه و نه کړ چې د پارولو یو بی ضرورته ګام کیدای شي.

بلخوا فارن پالیسي مجله ليکي په افغانستان کې د سیوا کړل شوي امریکایی ځواکونو آخري سرتېري تېره هفته له هیواده ویستل شوي. د مجلې په خبره په دې اړه نه خو د سپینې ماڼۍ لخوا د کامیابۍ څرګندونه وشوه، نه پینټګان څه وویل او نه هم افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا په ولسي کچه د تشکر اظهار وشو.

دا د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیټا چې هاغه مهال نیوزي لینډ ته روان ، دا اعلان یی وکړ چې په دری دیرشو زرو اضافي ځواکونو کې آخري سرتېري افغانستان نه لاړل چې په 2009م کال کې بارک اوباما په هیواد کې ځای پر ځای کړي وو. د مجلې په خبره پنیټا دا ویلو سره چې په هیواد کې اوس اته شپېته زره امریکایی سرتېري پاته دي ، خبریالانو ته یې وویل دا د دې پیژندنه کولو لپاره یوه موقع ده چې اضافي ځواکونو خپل هدف پوره کړی. د دې نه څو ورځو مخکې د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جینرل مارټن ډېمپسي ويلي وو چې دغه هڅه باندې لګیدلې خرچه ضایع نه ده تللې.

د مقالې لیکوال راجیو چندره شیکرن چې د افغانستان د جګړې په اړه یې یو کتاب هم لیکلې وایې چې دا د معلومولو کوشش یې کړی هغلته او بیا په واشنګټن کې په اصل کې څه شوي. د هغه په خبره که څه هم د ځواکونو د سیوا کولو ښه نتیجې هم مخې ته راغلي خو په دې لړ کې امریکا ډېر مالي او ځاني تاوان هم ګاللی. لیکوال د افغانستان په جنوبي برخه کې د طالبانو په شا کیدلو، د امریکا په مالي مرسته د افغان ملي پوځ د پرمختګ او د بیا رغونې لپاره د شوي امداد ذکر کوي خو دا پوښتنه هم کوي آيا د ځواکونو زیاتوالی خپل هدف په ریښتا پوره کړ او که څنګه؟ او آیا تر لاسه شوې ګټې د دې قیمت قابل وو که نه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG