د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمعې ورځ مظاهرو مقصد حکومت ختمول وو:رحمان ملک



رياض موسه خېل مشال رېډيو

په اسلام آباد کې ديوې خبري غونډې دوران رحمان ملک وویل چې د جمعې د ورځې مظاهرو مقصد د پيپلز ګوند حکومت ختمول او په سفارتخانو حملو کولو سره نړۍ ته د پاکستان غلط تصوير وړاندې کول وو.
د ده په خبره پنځوس زره کسان د اسلام آباد ګېر چاپېره پراته وو او دا د پنجاب حکومت ذمه واري وه چې دغه خلک یې اسلام آباد ته نه وای پرېښودلي.

رحمان ملک زياته کړه چې امنیتي ادارو ځینې کسان نيولي دي چې تعلق یې له ناقانونه ګرځول شوې تنظيمونو سره وو او هغه اسلام آباد پوليس مشر ته ویلي چې له دې کسانو دې پوره پوره پلټنې وکړل شي.

د رحمان ملک د څرګندونو په اړه د سياسي چارو کارپوه پروفيسر حسن عسکري له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د هغه اشاره مسلم ليګ ن ته ده خو په اصل کې دا بيان دهغه جګړې برخه ده چې له لومړۍ ورځې راهیسې د مرکزي حکومت او پنجاب حکومت تر منځه راروانه ده. خو که په رښتيا هم د رحمان ملک سره ثبوتونه وي خو بيا سمه ده ګنې د بې ځايه تورونو پر ځاﺉ دې خپل کار ته پاملرنه وکړي.
د نوموړي په خبره د کالعدم تنظيمونو غړي هر ځاﺉ موجود دي خو داخبره هم ده چې پنجاب حکومت امنيت ټېنګولو پرواه نه کوي.

بلخوا مسلم لېګ ن بيا د رحمان ملک تورونه ردوي او وایي چې که دوی حکومت ختمول غوښتل نو دا کار به یې ډېر وړاندې کړې وو.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د مسلم لېګ ن وياند صديق الفاروق زياته کړه چې وهل ټکول او ورانی يواځې اسلام آباد کې نه بلکې په ټول ملک کې شوی دی او په کراچۍ او پېښور کې خو په کې مرګ ژوبله هم شويده نو آيا دغلته هم پنجاب حکومت يا مسلم ليګ ن خپل خلک لېږلي وو. د ده په خبره رحمان ملک د خپلو ناکامو پټولو له پاره په پنجاب حکومت ملبه وراچوي.

د يادونې وړ ده چې د تېرې جمعې په ورځ په ټول ملک کې د پيغمبر ع د سپکاوي په ضد احتجاجي مظاهرې شوې وې چې په کې تر ۳۰ پورې کسان وژل شوي او تر يو نيم سلو زيات ژوبل وو، دغه رنګ د اسلام آباد په شمول په ټول ملک کې سرکاري او غېرسرکاري ودانو او ګاډو ته هم سخت زيان رسولې شوې وو.
دا دې هم ياده وي چې وفاقي حکومت د جمعې ورځ د پېغمبر ع سلام سره د مېنې او عقيدت په جوړ نمانځلو په غرض عام چوټۍ اعلان کړې وه.

XS
SM
MD
LG