د لاسرسي ځای

تازه خبر

رسنۍـ ـ د افغان عسکرو روزل او د مذهبي سپکاوي فلم





د امریکا یو څېړنیزې ادارې سټراټفر کمینټري په خپل یو رپورټ کې لیکې ، په افغانستان کې د ناټو قومندان د ګل په ورځ ویلي وو چې د افغان ځواکونو لخوا په ناټو ځواکونود بریونو د مخنیوي لپاره به افغان ځواکونو سره په ګډه عملیات کوي چې دغه بریدونه کم کړي .

ناټو د اسلامي سپکاوي په اړه د خپاره شوي یو فلم حواله هم ورکړې چې په اسلامي هیوادونو کې یې تیره اونۍ د امریکا ضد مظاهرې راپارولې.

دا پېښې کېداﺉ شي په داسې حال کې د ناټو او افغان ملي ځواکونه تر مینځ درزونه جوړ کړي چې د ناټو عسکر لګیا دي په دوه زره څوارلسم کال کې تر وتو مخکې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي.

سټراټفر کمینټري لیکې ، ناټو په افغانستان کې دا حکمت عملي لري چې له دغه هېواده خپل پوځیان وباسي او له هغه روسته افغان ملي ځواکونه د امنیت چاري په خپله سنبال کړي.

د انتقال دا پروسه چې څومره همواره جوړول ممکنه وي ، افغان ځواکونو او فعاله مرکزونو ته به د ناټو لخوا روزنه ورکړل کیږي او په ګډه عملیات به کوي.

سټراټفر کمینټري لیکې، افغان ځواکونه تر اوسه په خپل تربیت او قابلیت کې کمی لري او پتېره په داسي حال کې چې افغان ځواکونو ته د امنیت چاري سنبالولو لپاره یواځې ۲۷ میاشتې پاته دي .

د افغان ځواکونو په اړه داسې کیسې مخې ته راځي چې دوی په سمه توګه کار نه کوي ، غیر مسلکه دي ، د پوځی سامان په کارولو کې ناکامه شوي چې په ځینو سیمو کې په امنیت قابو وساتي . زیاتره روزنه ورکونکي وايي، افغان امنیتي ځواکونه د یو پوره مشن سر ته رسولو لپاره تیار نه دي ، دوی خپلې ډیوټۍ پوره کولای شي خو مشن سر ته نشي رسولي.

سټراټفر کمینټري لیکي چې، اوس ناټو په عارضي توګه خپل مشن د افغان ځواکونو او د دوی تر مینځ د اعتماد د جوړولو حکمت عملي اړخ ته بیولی دی.

ناټو دا کار ځکه کوي چې د افغان ځواکونو د پېژندګلو څارنه وکړي چې د کور کلي او ټبر درک یې ولګوي. خو دا څرګنده نه ده چې دوی به دا کار څنګه په یو داسي هیواد کې وکړي چې د مخکې نه سم ریکارډ نه لري.او د ناټو د قومندانو په حواله ویل شوي چې د افغان عسکرو لخوا پر ناټو عسکرو بریدنو کې تر نیمايي زیات د طالبانو لخوا کیږي. او وايي که د عسکرو پوره ریکارډ وڅارل هم شي نو په دې سره به یواځې د نیمايي بریدونو مخه ونیول شي.

بلخوا رويټرز خبري اژانس لیکې ، د غرب لخوا د اسلام د سپکاوي پر ضد په مظاهرو کې ګڼ مظاهره کونکې وژل اوڅلور امریکايي ډیپلومیټان وژل شوي چې پکې یو د لیبیا لپاره د امریکا سفیر هم وو چې په بن غازي کې په قونسلګرۍ کې د برید پر مهال ووژل شو.

د وو پنځوسو هیوادونوتنظیم د اسلامي همکارۍ سازمان له ډیرو کالونو راهیسي او په دې روستیو کې په جینیوا کې د غونډي پرمهال د ملګرو ملتونو په بشري کونسل باندي دا زور راوړی چې د مذهبي سپکاوي په اړه دې نړۍ وال قانون جوړ کړل شي.

څه باندې یوه لسیزه تر ۲۰۱۰م کال پورې هر کال په کې پاکستان د او ای سي لپاره خبرې کولې پر غرب تور لګولی چې له اسلامه په ویره کې دی او د اسلامي ډلو له خوا وړاندې شوي قراردادونه به هم منظورېدل.

خو د امریکا، یورپ، د لاطیني امریکايي هېوادونو له خوا د مخالفت له وجې یې د نړیوال قانون بڼه ځکه نه اخیستله چې د ددغو هېوادونو په فکر دا د بیان ازادي سره ټکر خوروي.

د امریکا په نوښت د ډپلوماټيکو خبرو اترو وروسته چې بیا په کې د باراک اوباما انتظامييې هم برخه واخیستله، د اسلامي هېوادونو شورا دوه کاله وړاندې د مذهبي سپکاوي په باب د قانون جوړولو له کمپینه لاس واخیست.


بې له شکه داسې ښکاري که هغه قانون جوړ شوی وای نو د یو لویدیځوال ډپلوماټ په خبره د اوسنۍ خپرې شوې ویډيو وروسته به او آی سي یو شور وغوغا جوړه کړې وائ. د دده په خبره که څه هم هر یو پوهېږي چې دا ویډيويي فلم ډېره ناوړه اقدام دی چې په کې مذهبي سپکاوي شوی دی.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG