د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا دې ډرون بریدونه ودروي: زرداري


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري یو ځل بیا له امریکا غوښتي دي چې پر قبایلي سیمو دې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ودروي.

ولسمشر زرداري دا څرګندونې هغه مهال کړي دي، چې د شنبې په ورځ یې د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي مارک ګروسمېن سره لیده کاته کول.

ولسمشر زرداري ویلي ، پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بې ګټي دي او امریکا ته په کار ده چې پر ځای یې کومه بله لاره ولټوي.

په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو له دې کبله نیوکي کیږي، چې د دوی په وینا بریدونه یې ناسم دي او بې ګناه خلک په کې وژل کیږي.

خو امریکايي چارواکي بیا د بې پیلوټه الوتکو دا بریدونه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ډېر ګټور او مهم بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG