د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامیه کالج د تښتول شوي مشر اجمل خان ډراییور کور ته رسیدلی.


د پېښور د اسلامیه کالج پوهنتون د تښتول شوي مشر اجمل خان موټر چلونکی روغ رمټ کور ته رسېدلی دی.

د مشال راډیو خبریال وايي چې نوموړي رسنیو ته وویل چې ده ته یې پرون سهار په یوه نامالوم ځای کې سترګې وروتړلې او بیا یې په یوه بل ځای کې پرېښودی او موټر ورڅخه ولاړی.

دی وايي بیا چې یې له خلکو تپوس وکړ نو هغوی ورته وویل چې دا د بډه بېرې سکیم نومي سیمه ده او نوموړي بیا له کور سره تماس نیولی او تېره شپه کور ته رسېدلی دی.

ده ویلي چې دی له اجمل خان سره یو ځای ساتل شوی وو او ډېر ښه خواړه ورکول کېدل خو درې ورځې وړاندې یې دی له اجمل خان څخه بیل کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG