د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېلمند کې نښته، دوه امریکایان، ۱۶ وسله وال وژل شوي



د افغانستان په جنوب کې د برتانیا پر هوايي مرکز د وسله والو طالبانو په حمله کې د امریکا دوه پوځیان وژل شوي او یو شمېر ژوبل دي.

امریکايي چارواکي وايي، په هېلمند ولایت کې د بستېن په نوم پر برتانیوي هوايي مرکز په شوي برید کې ۱۶ وسله وال هم وژل شوي دي. د برتانیې د ملکې زوی شهزاده هیري هم د حملې پر وخت په دې مرکز کې وو. برتانیوي چارواکي وايي، نوموړي ته تاوان نه دی رسېدلی.

د چارواکو په خبره، وسله والو په حملې کې درنه او سپکه دواړه وسلې کارولې دي.

په دې حمله کې یو شمېر جنګي الوتکو ته هم لږ زیان ور اوښتی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG