د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیغمبر (ص) ضد فلم زښت خواشینی کړی یم، ګراسمین


اسلام اباد - د پاکستان و افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګراسمین په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کر او د پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني سره لیدلي دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارته په خپور شوي بیان کې ویل شوي، د جمعې پر ماښام په اسلام اباد کې له حنا رباني کر سره د لیدو پر وخت مارک ګراسمین وویل، د پیغمبر حضرت محمد (ص) پر ضد جوړ شوي فلم زښت خواشینی کړی دی.

ده وویل، دا کار یوه کس کړی دی او د ټول امریکايي ولس و حکومت استازیتوب نه کوي. ګراسمین وویل، امریکا د اسلام په ګډون د نړۍ د ټولو مذهبونو او ادیانو درناوی کوي.

ورځې مخکې په امریکا کې یوه کس د پیغمبر (ص) پر ضد یو فلم جوړ کړی وو چې له کبله یې په نړۍ کې مسلمانانو د خپګان ښودنه وکړه.

په دې ترځ کې د تاو تریخوالي په پېښو کې په لیبیا کې د امریکايي سفیر په ګډون یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل دي.

په دې ترځ کې په یو شمېر هیوادونو کې احتجاجي مظاهرې هم شوې دي.

په بیان کې راغلي، مارک ګراسمین له جنرال کیاني سره په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړې کې د پاکستان د رول ستاینه وکړه.

ګراسمین نن له پاکستاني وزیر اعظم راجا پروېز اشرف سره ګوري.
XS
SM
MD
LG