د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب مشرانو د سولې لپاره خبرو ته رضا مندي ښودلې





ګارډین ورځپاڼه لیکي، د طالبانو مشرانو د سولې لپاره خبرو ته رضا مندي ښودلې، خو باید په دې عمل کې د افغان ولس خوښۍ ته هم وکتل شي، اخوا لاس اینجلس ټایمز لیکي، افغان حکومت په موجوده وخت کې دومره وسایل نه لري، چې د پاکستان لخوا په لکونو افغان کډوالو ته ورسیږي.


په ګارډین ورځپاڼه کې میت والډ مین لیکی، مونږ باید د دې خبرې هرکلی وکړو، چې په افغانستان کې وسلوالو طالبانو د خبرو عمل ته غاړه کیښودې، خو په دغه هیواد کې د سولې عمل د یو شمیر چیلنوجونو سره مخامخ دی، او باید په دې عمل کې د افغان ولس خوښۍ ته هم وکتل شي، چې د دغه جګړې نه تر ټولو زیات متاثره شوې دي.

لیکوال وایي دا به یوه لویه تیروتنه وي، چې د سولې په عمل کې طالبان یوازینی طاقت وګڼل شي، د هغوی مشرانو ته دا مالومه ده، چې اوس او یا په راتلونکیو کې د طالبانو په واک کې د راتللو هیڅ امکان نشته، او نه دوی د دغې تمه کولی شي، او که چیرې دوی په واک کې هم راشي، نو د ډرون بریدونو ښکار کیدای شي، او په دغه صورت کې به د دوی یوازینی تکیه په پاکستان وي، چې د طالبانو مشران به تحفظ ، خپلواکي او د خپل حکومت منلو ته ضرورت لري.

په افغانستان کې طالبان د ۱۹۹۰م کال په لسیزه کې په دې مقصد راغلي وو، چې د دوی په وینا په دغه هیواد کې یو ښه انتظام راولي. خو د ۲۰۰۱ لومړي کال وروسته د افغان ولس فکر هم بدل شوی، چې اوس دوی یو داسې حکومت غواړي د دوی لپاره انصاف یقینې کړي، او یوه پرامنه ټولنه جوړه کړي. افغانان غواړي د خپل ملک په سیاسي او امنتي چارو کې خپل نظر شریک کړي.

ګارډین لیکي په عربي نړۍ کې ولسي پاڅون په افغنستان کې یو دا بدلون راوستې ، چې باید په دغه هیواد کې په انتخاباتو او د حکومت په جوړولو کې د افغان ولس رایو ته اهمیت ورکړل شي.

بلخوا امریکایي ورځپاڼه لاس اینجلس ټایمز لیکي، پاکستان یو په هغه هیوادونو کې دې چې تر ټولو زیات کډوال لري. خو په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې میشتو افغان کډوالو په اړه یی د بې صبرۍ مظاهره کړې، د روان کال په پای کې به د افغان کډوالو په پاکستان کې قانوني حیثیت ختم شي، او له دې سره به دوی ته ګرانه شي، په ازاده ژوند وکړي. اخوا افغان حکومت دا هم وایي هیواد ی لس کلن جنګ زپلی دې، او اقتصادي حالت یی هم ددې وړ ندی، چې په دومره لویه شمیره کې افغان کډوالو ته په سمدستي توګه ځای ورکړي. پاکستان وایي دوی د دغه کډوالو په سمدستي توګه د لیږلو پلان نه لري، خو د پنځه دیرشو لکو کسانو د ساتلو هم څه اراده نه لري، ځکه چې دوی پخپله د یو شمیر کورنیو مسلو سره مخامخ دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار مشر نیل رایټ وايي، که چیرې پاکستان دغه کډوال په زور ولیږي ، نو دې سره د دواړو هیوادونو اړیکې هم متاثره کیدای شي.

که څه هم پاکستان په دې اړه د څه تګلارې اعلان ندی کړی، خو افغان حکومت وایي د لکونو کډوالو د راتګ سره یي هیواد یو ځل بیا د خطر او چیلنجونو سره محامخ کیدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG