د پېښور چاودنې دوه تنه ووژل ګن ژوبل
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د امریکايي کونسلګرۍ پر یوګاړي چاودنه شوې چې په کې دوه تنه ووژل شول او د کونسلګرۍ د دوو چارواکو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان دي. چاودنه د ښار د یوې ډېرې حساسې سیمې یونیورسیټي ټاون په چنار سړک وشوه، چې هدف یې د امریکايي کونسګرۍ ګاډی وو. د پېښور د پولیسو مشر امتياز الطاف وايي، چې په چاودنه کې له ۱۰۰نه تر ۱۱۰ کلوګرامه پورې چونکي توکي کارول شوي. د مشال خبریال شبیر جان دا ویډيو وېستلې