د لاسرسي ځای

تازه خبر

کریم خرم ښايي دافغانستان دانتخاباتو دکمیسون مشر شي



د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو پرون د پارلمان په غونډه کې پر هغه څه نیوکې کړي دي چې دوی د ولسمشر حامد کرزي له خوا د انتخاباتو خپلواک کمېسون ریاست ته د عبدالکریم خرم ممکنه ټاکنه وبلله.


د ولسي جرګې دې غړو ویلي دي چې ولسمشر حامد کرزی غواړي چې عبدالکریم خرم د انتخباتو د خپلواک کمېسون مشر وټاکي او د دوه زره څوارلسم کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې په خپله ګټه بدلې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغان حکومت کې د بدلونونو اوازې تودې شوې دي. خو افغان ولسمشر تر اوسه د انتخاباتو د خپلواک کمېسون د مشرۍ لپاره هیڅوک په رسمي توګه نه دی معرفي کړی.

افغان ولسمشر حامد کرزي په بیا بیا دا هم ویلي دي چې دی د دریم ځل لپاره د هیواد ولسمشرۍ ته درېدل نه غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG