د پاکستان کوټې په هزار ګنجي سیمه کې د اووه هزاره ګانو تر وژنې وروسته د هزاره قبیلې او له شیعه مسلک سره تعلق لرونکو کسانو د ښار په بېلا بېلو سیمو کې په احتجاج لاس پورې کړ. د ایدي مرستندويه ادارې د کارکوونکو په وینا د همدې احتجاج په ترځ کې پر رییساني سړک درې تنه هغه مهال ژوبل شول، چې د امنيتي ځواکونو او احتجاج کوونکو تر منځ ډزي وشوې.
انځورونه: په کوټه کې د هزاره ګانو تر وژنې وروسته

۱
د پېښې له ځایه ګاډي تېرېږي

۲
خلک احتجاج ته راوتلي

۳
د پېښې ځای ته امبولانسونه رسېږي.

۴
خلک احتجاج کوي