سپینه ماڼۍ وايي دوی د ایران د ايټمي پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو د یو تازه راپور دقیقه څیړنه کوي. د ایټمي انرژۍ څارنې نړیواله اداره وايي ایران کیدای شي د زمکې لاندې په پټن ځایونو کې د یورانیمو مواد یو په دوه بډایه کړي وي. راپور همدارنګه وايي چې ایران د خپلو ایټمي موادو زیرمې زیاتې کړي دي.
نوموړې اداره وايي دایران سره په دې اړه په روان کال کې شوې خبرې بې نتیجې پای ته رسیدلي دي. د سپینې ماڼۍ ویاند جی کارني وايي، ایران لاهم کولای شي په سفارت کارۍ سره دا شخړه هواره کړي، خو دایې هم وویل چې دا دریڅه به تل د ایران په مخ خلاصه نه وي.