د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې د ایراني ساخت ماینونه ونیول شول




د افغانستان په هرات ولایت کې د پولیسو چارواکې وایي دافغانستان او ایران پولې ته نږدې داسلام قلعه په بندري ښارګوټي کې یې د ایراني ساخت لس دانې ماینونه نیولي دي. دهرات ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امرجنرال عبدالحمید احمدي د سېشنبی په ورځ مشال راډیو ته وویل دغه ماینونه په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی وو او دهرات لوری ته لیږدول کېدل چی د پولیسو لخوا ونیول شول.

دالومړی ځل نه دی چی په ایران کې جوړشوی ماینونه په افغانستان کې نیول کېږی. تر دې دمخه هم څو واري دافغانستان د ملي امینت ادارې په ایران کې جوړ شوی ماینونه خبریالانو ته ښودلي دي. ایران لا تراوسه د دغو ماینونو په اړه څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG