د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: دپولیس په ګډون ۴ مړه ۱۴ ژوبل


په بلوچستان کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې د دوو پولیسو په شمول څلور تنه وژل شوي او څوارلس نور ژوبل شوي دي. لومړۍ پېښه په اواران کې او دویمه بیا ددې صوبې په سرښار کوټه کې شوې.

د بلوڅ مېشتې سیمې اواران د لېویز چارواکو په وینا د چارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه په بریت سیمه کې وسله والو د دوو پولیسو په شمول درې تنه وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي. د لیویزو چارواکي زياتوي. پېښه هغه مهال شوې، چې په يوه موټر کې له اوتل سیمې څخه یادې سیمې ته د سرکاري ملازمینو میاشتنی معاش وړل کېده. د اواران سیمې د لیویزو يوه چارواکي شکیب مشال راډيو ته وویل

؛ دا موټر چې د حفاظت لپاره پولیس ورسره وو، له اوتل سیمې څخه را روان وو. په بریت سیمه کې په دې باندې برید شوی، دوه پولیس او يو لاروی وژل شوي او شپږ نور ټپيان شويدي. برید کوونکو تر پېښي وروسته ټولي پیسې چې شاوخوا اتویشت لکه جوړېدې، له ځان سره يووړې؛

بلي خواته په همدې شپه بیا د کوټې پر جواينټ سړک د يوه هوټل مخې ته چاودنې يو کس وژلی، او اته نور يې ژوبل کړي دي. د کوټې د پولیسو په خبره تر روژي ماتي وروسته په یاد سړک د میر هوټل مخې ته د ځاي پر ځاي شوي بم په مټ چاودنه شوې، چې ټول په کې اولس خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې. د دې پېښي په هکله بیا د کوټې د سول لاين پولیسو تاڼې يوه چارواکي عزیز ااحمد وویل

؛ په دې چاودنه کې اته تنه ژوبل شوي، او يو کس وژل شوی دی. په جواینت سړک د میر هوټل مخ ته هم او شاته هم خلک د شپې تر ناوخته ناست وي، او چاي کوي. ددې هوټل مخې ته دا بم ځاي پر ځاي شوی وو؛

په داسې حال کې چې د اګست په میاشت کې ددې ښار د پولیسو له لوري د سختو امنيتي تدابیرو ادعاوي شوې، خو په تېرو دریو ورځو کې دا دومه چاودنه وه، چې اولسي خلکو ته يې مرګ ژوبله واړول.

XS
SM
MD
LG