د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګندهار لرغوني آثار بې درېغه لوټېږي





ژباړه: احمد شاه اعظمي

اې اېف پي خبري اژانس له پاکستانه د لرغونو آثارو د قاچاق په اړه راپور خپور کړی چې ليکي، په پاکستان کې د ګندهارا تهذيب په سلګونه لرغوني آثار لسګونو کلونو راهيسي بهرنيو هيوادونو ته په غېر قانوني توګه لېږل کيږي چې ځينو کسانو په دې لړ کې په ملينونو ډالر لاس ته راوړي دي.

اې اېف پي خبري اژانس د راپور په سر کې د مځکې پر سر د يوې پاکستانۍ کورنۍ د شخړي کيسه کوي چې يو کس پکې ووژل شو. تر هغه وروسته زمان خان نومي کس د تربرونو لخوا د وژل کېدو له ويري څه باندي ۱۷ لکه روپۍ پور کړې چې د ځان لپاره يې د وسلو او ساتونکو انتظام وکړی. ډېر ژر پور ورکونکې کسان زمان ته ورغلل او د پيسو ورکولو غوښتنه يې ورڅخه وکړه خو نوموړې پيسې نه درلودې او وروسته دومره تنګ راغلی چې د خپل ځان د وژلو په اړه يې فکر شروع کړی. تر دې وروسته د زمان يو ملګری د يو نوي سوچ سره راغلی او هغه يې د پاکستان په شمال لوېديځه سيمه کې د پخواني تهذيب ګندهارا پاتې شونو ته بوتلی چيري چې دوی د کيندنې پر مهال ۱۸ مجسمې پيدا کړې چې هره يوه يې په ۲۰ لکه روپۍ وپلورله. دغه سيمې ته تر دوو نورو سفرونو وروسته زمان يو شمېر مجسمې، سیکې، ګاڼې او نور لرغوني آثار وموندل.

اژانس زياتوي، دېرش کاله تېر شول چې زمان په دې کاروبار اخته دی او لرغوني آثار تايلېنډ، اروپا او امريکا ته ليږي. نوموړي په داسي حال کې چې په چارسده کې د لسګونو خودکاره وسلو په منځ کې ناست و وويل، زه اوس د خپلو دښمنانو او د ملګرو د دښمنانو په ضد جنګېدای شم.

اژانس پر مخ ليکي، بدها چې سدارت ګوتم نومېدی په تر مېلاد شپږ پېړۍ وړاندې په نيپال کې وزېږېدی او تعليماتو يې د يو مذهب بڼه واخيسته. د نوموړې هره مجسمه په ۲۰ لکه روپۍ پلورل کيږي. زمان وايي، کله چې هم د کيندنې لپاره سيمې ته ځي نو ځايي پوليس سټېشن ته لس زره روپۍ په لومړي سر کې او بيا د هرې ورځې پر سر يو زر روپۍ کوي. دی زياتوي، دغه آثار اسلام آباد ته لېږل کيږي چې تر هغه وروسته بيا تايلېنډ او نورو بهرنيو هيوادونو ته ځي.

اژانس د يو بل کاروباري کس راجه جاويد له خولې ليکي، د تيرو ۲۰ کلونو راهيسي دغه کاروبار کوي او په پېښور، تايلېنډ او جاپان کې ګراکان لري. نوموړی چې د ګندهارا تهذيب په ټېکسلا ښار کې په يوه عاليشانه ودانۍ کې اوسي وايي، تر اوسه يې د ملينونو روپو په ارزښت په سلګونه لرغونې آثار پلورلي دي.

بلخوا اژانس د لرغونو آثارو د محکمې د يو چارواکي له خولې ليکي، د دې آثارو کيندنه او قاچاق غېر قانوني دی او سرغړونکو ته د پنځو کلونو د بند او د ۵۰ زره روپو د جرمانې يا دواړي سزاګانې ورکول کېدای شي.

اژانس د راپور په پای کې د لرغونو آثارو د يو کاروباري له خولې ليکي، اوس د حکومت لخوا لږ سختي ليدل کيږي نو يو خوا د لرغونو آثارو غېر قانوني لېږد کم شوی او بلخوا د لويو آثارو پر ځای د وړوکو آثارو قاچاق پر مخ وړل کيږي.

XS
SM
MD
LG