د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې زلزله ۲۵۰ مړه ۱۸۰۰ ژوبل


ایراني چارواکي وايي د شنبې په ورځ د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د راغلو دوو زورورو زلزلو له کبله د وژل شوو شمېر لږ تر لږه دوه سوه پنځوسو ته رسېدلی دی.


د چارواکو په وینا په دې زلزلو کې شاوخوا اتلس سوه کسان نور ټپيان شوي هم دي. دوی انګیري چې د وژلو شویو او ټپي شویو کسانوشمیره نوره هم زیاته شي. ځکه چې راپورونه وايي چې دې زلزلې ځینې کلي سخت ځپلي دي.

په رپوټونو کې ویل شوي دي چې په ځپل شوبو سیمو کې ټیلیفوني او مخابراتي کرښې سختې زیانمنې شوې دي ، او د زلزلې د زیانونو د ارزونې لپاره یې له سیمه ایزو چارواکو سره اړیکې نیول سخت کړي .

رپوټونه دا هم وايي چې شپږ کلي په بشپړه توګه له منځه تللي دي او شپیته نور کلي هم له پنځوسو تر اویا فیصده پورې وران شوي دي .

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد له چارواکو غوښتي چې له ځپل شوو خلکو سره د بېړنیو مرستو لپاره دي ټولې هڅې په کار راولي.

د ایران په ګاونډي هیواد ارمينیا کې هم د زلزلې ټکانونو ودانۍ لړزولې دي . خو چارواکو ویلي دي چې هلته زلزلې کوم لوی زیان نه دی اړولی .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG