د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې یو پوځي جنرال وژل شوی دی


له ليبيا څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې وسلوالو کسانو په ختيځ ښار بنغازي کې د پوځ يو جنرال په ډزو وژلى دى.

جنرال محمد هديه الفيتوري ياغيانو ته اوښتى و چې تېر کال دغو ياغيانو پخوانى مشر معمر القذافي له واکه ليرې کړ او وروسته هديه په دفاع وزارت کې د وسلو او مهماتو مسوول وټاکل شو.

د بريد کوونکو هويت او د دې وژنې انګېزه نه ده معلومه. تېره اوونۍ په بنغازي کې د پوځي استخباراتو پر دفترونو چاودنه وشوه خو تلفات يې نه درلودل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG