د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحیم وردګ،بسم الله محمدي دباوررایې تر لاسه نه کړې



د افغانستان ولسي جرګې نن ددې هیواد پر دوو وزیرانو بې باوري ښکاره کړه. د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي او د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ چې د باور د رایو د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته پیژندل شوي وو، په دې ونه توانیدل چې پنځوس جمع یو رایې خپلې کړي.

دافغانستان په ولسي جرګه کې د خالي په ورځ دواړه وزیران ددې خبرې لپاره غوښتل شوي وو چې دافغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو باندې د پاکستان د غاړې د توغندیو د پرله پسې باران په اړه مدلل ځوابونه ووايي، خو داچې دوی د وکیلانو پوښتنو ته کره ځوابونه ونه ویلی شول نو ځکه ترې د باور رایه واخیستل شوه.

عبدالرحیم وردګ دوه اویا مثبتې رایې واخیستې او یوسل او شپږڅلویښتو کسانو دده پرضد خپلې رایې وکارولې. همدارنګه بسم الله محمدي نوي مثبتې او یوسل او شپږ ویشت مخالفې رایې واخیستې، په دې توګه دواړه په خپلو چوکیو د پاتې کیدو جوګه پاتې نه شول.

دافغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي، د ولس مشر کرزي نه غوښتنه کړې چې ددواړو بې باوره شویو وزیرانو پر ځای دې، نوي کسان وټاکي.

دیادولو ده چې تر دې وړاندې هم دافغانستان ولسي جرګې یو شمیر وزیرانو ته د نه باور رایه ورکړې، خو هغوی د ولس مشر کرزي له خوا بیا هم په خپلو چوکیو د سر پرست وزیرانو په توګه پاتې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG