د لاسرسي ځای

تازه خبر

مورسي د مصر یو ډموکراټ ولسمشر دی. پانیټا


د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا
د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا





د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا په قاهره کې په یو خبري کنفرنس کې وویل، دوی په دې خبره یقین لري، چې د مصر نوی ولسمشر محمد مورسي د ټول مصري ولس استازی دی اوغواړي چې په مصر کې جمهوري بدلونونه راولي. د شام د حالاتو په اړه لیون پانیټا پرون)نهې ورځ) وویل، دوی غواړي د شام په ولسمشر بشر ال اسد د واک پریښدلو لپاره دباو راولي.

((دا وخت حالات داسې دي، چې امریکا په دې کار کوي د نړیوالو اتحادیانو سره د شام په ولسمشر بشرال اسد زیات زور راوړي، چې واک پریږدي، او په دغه هیواد کې جمهوري بدلونونه راولي، چې دغه به د شام ولس نه یوازې محفوظ کړي ، بلکې دوی ته به مواقعې هم په لاس ورکړي. ))

په قاهره کې پانیټا دا هم وویل، دوی په دې هڅو بوخت دي، چې د شام کډوالو ته بشري مرستې ورسوي، او زیاته یي کړه دوی په دغه هیواد کې د وسلو او زرمندو کیمیایي موادو په اړه هم اندیښمن دي، چې دغه چیرې غلطو لاسونو ته ونه لوېږي.

پنیټا د ایران د اټومې پروګرام په اړه وویل:

“زموږ دواړه هیوادونه ژمن دي چې ډاډ حاصل کړې، ایران اټومې وسلې نه پراخوې او پدي توګه به مونږ خپل ګډ کار او هلو ځلو ته دوام ورکړو چې ایران د اټومې وسلو د پراختیا مرحلې ته ونه رسیږې.”

تمه ده چې د امریکا دفاع وزیر به له اسرائیلې چارواکو سره په ایران باندې د اسرائیلو د حملې د ګواښونو او د سوریې د شخړو په اړه خبرې وکړې.

لیون پنیټا د اسرائیلې خبرې رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې وایې، دی غواړې پر ایران د امریکا د پوځې حملې پلانونه له اسرائیلو سره شریک کړې.

د امریکا دفاع وزیر وایي، د اسرائیلو له وزیراعظم بینیامین نتن یاهو او دفاع وزیر یهود بارک سره به یې خبرې پر دې راټولې وي چي د ایران اټومې پروګرام څه ډول ګواښونه لري ، او څنګه یې مقابله وشې او پدي کار کي د دواړو هیوادونو تر منځ څنګه استخباراتې معلومات شریک شي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG