د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپین ټل:دځان مرګي برید دوژلو شویو شمیره ۹ته ورسیده



د پاکستان د اورکزو ايجنسۍ په سپین ټل سیمه کې پرونۍ شوي ځانمرګي بريد کې د وژلو شویو کسانو شمېره نهو ته رسېدلې ده.


د صحت د چارواکو له مخې د پيښې وروسته، دوه نورو کسانو هم په هسپتال کې سا ورکړې او دارنګ د ژوبلو کسانو شمېر ديارلس پاتې شوی.

چارواکي وايي، په وژل شویو کې څلور ماشومان او په ژوبلو کې یوه ښځه، شامل دي.داچاودنه د کمانډر عبدالنبي په مرکز کې شوې وه کوم چې د تحریک طالبان پاکستان نه بیل شوی او ځان له یې ډله جوړه کړې ده.

تحريک طالبان پاکستان د پيښې پړه پر غاړه اخستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG