د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اورکزیو کې د ماشومانو په ګډون اووه کسان وژل شوي


د پاکستان په قبایلي سیمې اورکزیو کې ځانمرګی برید شوی دی چې په کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي دي.


له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، چاودنه د یوه حکومت پلوي ځايي وسله وال قوماندان ملا نبي په مرکز کې شوې ده، پولیسو د پېښې پخلی کړی او وايي ، چاودنه د لویې کچې ده او د مرګ ژوبلې د شمیرې د زیاتیدو وېره لیدل کېږي.

د چارواکو په خبره، چاودنه له چاودونکو توکیو ډک پک اپ موټر په وسیله شوې ده.

چارواکي وايي، په وژل شویو کې څلور ماشومان او په ژوبلو کې یوه ښځه، شامل دي.

ژوبل شوي کسان د ټل او هنګو روغتونونو ته رسول شوي دي.

د راپورونو تر مخې چاودنه دومره زوروره وه چې د مرکز شا خوا کورونو ته هم زیان اوښتی دی او د یو شمېر کورونو دیوالونه او بامونه نړېدلي دي.

همدا لامل ښودل کېږي چې ښایي د وژل شویو او ژوبلو شمېر زیات شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG