د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښکاري سمنګانی طالبانو اونورو ترهګرو په ګډه وژلی وي


د افغان ولسي جرګې غړی ولسي احمد خان سمنګاني چې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول
د افغان ولسي جرګې غړی ولسي احمد خان سمنګاني چې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول





د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي له لومړنيو څېړنو داسې ښکاري چې د تیر خالي په ورځ د سمنګان د مرکز په ځان وژونکي بريد کې طالبان او نورو ترهګر لاس لري.

يوه ځان وژونکي وړمه ورځ د ولسي جرګې د غړي احمد خان سمنګاني د لور د واده په مراسمو کې چاودنه وکړه، چې د سمنګاني په ګډون يې دیرویش کسان ووژل.

طالبانو په هغه بريد کې لاس لرل رد کړي وو.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم اله خان محمدي پرون په سمنګان کې و، چې په لوېديځ زون کې د پوليسو د عمومي قوماندان جنرال سيد احمد سامع د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي. سامع هم په ايبک ښار کې د شنبې د ورځ په ځان وژونکي بريد کې وژل شوى و.

په دې بريد کې ځينې نور چارواکي هم وژل شوي او شا و خوا شپېته کسان یي ژوبل کړي دي. چې په دوى کې دولتي چارواکي هم شامل دي.

د کورنيو چارو وزير زیاته کړه ، د حکومت له خوا ټاکل شوې ډله لا هم د سمنګان پېښه څېړي او هغه اسناد او شواهد چې ترلاسه شوي څرګندوي چې طالبانو او او نورو ترهګرو دغه بريد تنظيم کړى و.

XS
SM
MD
LG