افغان ولسمشر حامد کرزي د طالبانو پر مشر ملاعمر په انتخاباتو کې د برخي اخیستو غږ وکړ. دده په وينا ملاعمر دې توپک کيږدي او په افغانستان کې چې چرته غواړي هلته دي د ځان لپاره سياسي دفتر پرانیزي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې تایید کړه؛ چې د پاکستان له لوري د افغانستان په سرحدي سیمو بریدونه کیږي. او زیاته یې کړه په کونړ ولايت کې د کيدونکو راکټي بريدونو مسئله به په خبرو هواره وي.
پر افغان ولسمشر حامد کرزي په هيواد دننه فشار دی چې پر کونړ د راکټي بريدونو ځواب په راکټي بريدونو ورکړي.
خبري غونډې ته په خپلو څرګندونو کې ولسمشرکرزي وویل، افغان دولت هڅه کوي، چې په ختیځ کې پر افغان سرحدي سیمو د راکټي حملو په اړه حقایق پیدا کړي.
نوموړي زیاته کړه ، تراوسه څرګنده نه ده، چې ایا له پولې آخوا دا حملې د پاکستان د دولت، پوځ او یا هم هلته د روزل شویو ډلو له خوا کیږي.