د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان سره پر پوله چاودنو ۱۸ تنه وژلي ۱۰ ژوبل




افغان چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله د عامو وګړو پر موټرو چاودنې شوې دي چې له امله يې ۱۸ تنه عام وګړي وژل شوي دی. د دوی په خبره چاودنې نن سهار په کندهار کې له پاکستان سره پر پوله شوې دي.


په دغو چاودنو کې تر اوسه پورې ۱۸ تنه عام وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.
په وژلو شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي چې د ارغستان ولسوالۍ په شنه نري کلي کې له پاکستان سره د پولې پر صفري نقطه د عامو وګړو پر يو موټر لومړۍ چاودنه شوې چې وروسته د مرستې په موخه د پېښې ځای ته په ورغلي ټراکټور هم چاودنه شوې ده.

که څه هم دولتي چارواکي د عامو وګړو پر موټرو چاودنې د خپلو وسله والو مخالفينو کار بولي خو تر اوسه پورې مخالفې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG