د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ځوانانو کې د فېشن او موسیقي شوق زیات شوی


په تصویر کې شین کمیسې انجلۍ پرخه خان ده.
په تصویر کې شین کمیسې انجلۍ پرخه خان ده.




فرخنده وزیر

په تیرو وختونو کې که یو خوا په پاکستان او خاص کر د پښتنو په سیمو کې بدامنۍ او توندروۍ د خلکو ژوند متاثره کړو، خو بلخوا په ټولنه کې ډیر مثبت بدلونونه هم مخې ته راغلي، او د پخوا زیات ځوانان په تعلیمي او غیر تعلیمي هلو ځلو کې لیدل کیږي.

په پاکستان کې که یو خوا په دې تیرو کالونو کې د ترهګرۍ او توندروه فکر خوریدو له وجې د خلکو ورځنۍ ژوند متاثره شوی، بمي چاودنو او ځان مرګیو بریدونو خلک د یو غیر یقیني صورتحال سره مخامخ کړي دي، نو بلخوا ډیر ځوانان داسې هم دي، چې د دغو روانو حالاتو د مقابلې لپاره راوتلي او د ژوند په مختلفو میدانونو کې د خپل هنر مظاهره کوي.

په دغو کې یوه د کراچۍ پرخه خان هم ده چې مورنۍ ټاټوبی یې د پښتونخوا کوهاټ ضلعه ده خو په کراچۍ کې زوکړې او هم ستره شوېده، دا د کراچۍ د فیشن په ډیزاینرانو کې تر ټولو ځوانه ده، هغه وایې د خپل کار له وجې کوښښ کوي ، د خپل ملک مثبت تصویر نړۍ ته وښیي،

(( زه یوازې پیسې ګټل نه غواړم بلکې د پاکستان ښه تاثر نړۍ ته ورکول غواړم، او ددې لپاره زه هغه ټول د فیشن ډیزاینران وړاندې راولوم ، چې څوک یې نه پیژني، زه کوشش کوم ځوانانو ته یو ځای ورکړم، چې خپل صلاحیتونه ښکاره کړي، او ددې لپاره زه داسې پروګرامونه او فیشن شوز (نندارې) جوړوم، او دا زه د چا د مالي مرستو بغیر په خپل سر کوم ، ځکه چې څوک پیسې لګوي، نو بیا هغسې کار غواړي، او زه د خپلې خوښې کار کول غواړم، نو ځکه زه له خپله جیبه پیسې لګوم، او د داسې هلکانو او جینکو مرسته کوم، چې غواړي، وړاندې راشي، دوی کې زیاتره د کلي والو سیمو وي. ))

اخوا د میوزک په نړۍ کې هم یو شمیر ځوانان په دې تیرو کالونو کې مخې ته راغلي، د پښتو موسیقۍ یو ځوان سندرغاړې بختیار خټک وایي، د پخوا په پرتله اوس زیاتې کورنۍ خپلو بچو ته د سندرو او یا د داسې نورو کارونو اجازت ورکوي. بختیار خټک وایې، پخوا به د سندرغاړو او نورو هنر مندانو کار ته ښه نه کتل کیدل، خو اوس د نویو ټیلي ویژني چینلونو او ریډیوګانو له راتګ سره نوې لارې پرانستل شوې، ځوانان راغلل، او یو ښه بدلون روان دی.



په لاهور کې د نیشنل کالج اف ارټس پرنسپله او لیکواله سلیمه هاشمي وایي ، روانو حالاتو د ځوانانو په هلو ځلو هیڅ اغیز نه دی غورځولی.

((بلخوا به تاسو په ځوانانو کې داسې ارادې ووینۍ، تاسو ګورۍ چې په سکولونو او کالجونو کې هلکان او جینکۍ په نورو هلو ځلو کې هم برخه اخلي، دوی سندرو او نورو داسې کارونو ته راځي، جینکۍ په مختلفو لوبو کې برخه اخلي، او له ټولو ښه خبره دا ده، چې په دې تیرو وختونو کې توندروه فکر او د امنیت خرابې وضعې له وجې چا هم او خاص کر ښځو خپلې هڅي نه دي پریښودي، او دا یوه ډیره حیرانونکې خبره او ښه بدلون دی، چې یو خوا خو ښځې شاته بیول کیږي ، خو بلخوا نوي کالجونه او پوهنتونونه هم جوړیږي، د زده کونکو شمیره زیاتیږي، او دا به ته په وړو ښارونو کې هم ووینې. د ښځو او جینکو شمیره هر کال په تعلیمي ادارو کې سیوا کیږي، او دا اوس تر سړو هم زیاته ده، او دوی دا ثابته کړه، چې تر سړو زیات ښه کار کولای شي))

د پاکستان او بیا خاص کر د خېبر پښتونخوا او قباییلي سیمو ولس که یو خوا د بدامنۍ، بمي چاودنو او غیر یقیني صورتحال نه تیر شول، نو بلخوا یې ځوانانو خپلې تعلیمي او غیر تعلیمي هلې ځلې ونه درولې، د سلیمه هاشمي په خبره تر پخوا زیات ځوانان دوی ویني ، چې د تعلیم سره سره د ژوند په نورو شعبو کې مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG