د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایټلي ته تلونکي دوه ناقانونه افغان کډوال مړه شوي



د ایټلي پولیس وایي، د دو تنو افغان مهاجرو مړي یې په هغه بس کې وموندل چې له یونانه ایټلي ته روان وو.


پولیسو وویل، د دغه بس دوه یوناني ډریوران یې ، د ایټلي د انکونا بندر ته له رسیدو سره سم د انسانانو د قاچاق په تور نیولي دي.

په دې پیښه کې د یوه بل افغان وګړي صحت هم د خطرې وړ بلل شوی.

دغه دواړه افغان وګړي په بس کې د سختې ګرمۍ او ساه بندی له وجې مړه شوي دي.

دغه راز تیره اونۍ لس ګونه افغانان هغه مهال ووژل شول چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول ځانونه اسټرالیا ته ورسوي چې کشتۍ یې د استرالیا په سا حل کې ډوبه شوه.

اسټرالیايي چارواکو ویلي وو چې په دغه کشتۍ کې 204 کسان سپاره وو چې زیاتره یې افغانان او یوشمیرنورایرانیان وو.

د ژغورنې د عملیاتو په نتیجه کې یو سل نهه کسان ژوندي راویستل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG