د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې سېلابونو له ۳۷ کسان وژلي



د افغانستان او ملګرو ملتونو چارواکي وايي د وروستيو بارانو له کبله راغلو سېلابونو په ټول افغانستان کې شا و خوا ، ووه ديرش کسان مړه کړي او ګڼ شمېر نور لا درکه دي.


دغو سېلابونو څه باندې سل کورونه او په سلګونو هکټاره د کر ځمکه هم ويجاړه کړې او ځينې څاروي يي مړه کړي دي.

د غور ولايت د والي وياند عبدالحى خطيبي وايي، يوازې د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې څليرشت کسان مړه شوي دي. په عين حال کې د بدخشان د والي وياند وايي په يفتل ولسوالۍ کې سېلابونو ديارلس کسان له منځه وړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظيموونکې اداره وايي، د سېلابونو په نتيجه کې د ويجاړو شويو سړکونو او لارو له کبله زيانمنو سيمو ته د مرستو رسول ګران شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG