د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا په ګردېز کې چاودنې یو تن وژلی ۲۰ ژوبل




د افغانستان د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې تير ماښام شاوخوا اووه بجې د يوې چاودنې له امله يو مُلکي وګړى وژل شوى او ٢٠ نور ټپيان دي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د پيښې تاييد کوي او وايي، چې په دغه چاودنه کې يوملکي وګړي وژل شوى او لس نور ټپيان دي.

خو دګردېزد مرکزي روغتون يوتن ډاکتر وايي، چې دوى ته له دغه پېښې څخه ٢٠ تنه ملکي وګړي په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG