د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند و امریکا خبرې پر چین او افغانستان راګرځي


د امريکا د دفاع وزير ليون پانيټا له هندي لومړي وزیر من موهن سینګ سره په ډیلي کې ناسته لري
د امريکا د دفاع وزير ليون پانيټا له هندي لومړي وزیر من موهن سینګ سره په ډیلي کې ناسته لري


اې ايف پي خبري اژانس ليکي د امريکا د دفاع وزير ليون پانيټا نن د چارشنبي په ورځ له خپل هندي سيال سره خبري کوي چې زياته برخه به يې له پلان سره سم له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل او د چين زیاتېدونکي قوت په اړه وي.

خبري اژانس ليکي چې د ښاغلي پانيټا نوي ډلی ته دوه ورځنی سفر سیمې ته د هغه دورې برخه ده چې ایشییا ته د واشنګټن سټراتيجیکي اوښتون ښيي، په دې کې امريکايي چارواکي د خپلې نوې تګلارې له مخې د هند کردار ډېر مهم بولي.

د نهې په ورځ له هندي وزيراعظم من موهن سنګ سره د پانيټا د لیدو په باب د هغه مطبوعاتي مرستیال جارج ليټل وویل، چې هند د مشرقي او مغربی ايشيا ترمنيځ د یو پول حثییت لري ځکه خو امریکا له بحر هند نه واخلې تر افغانستانه او بیا شاخوا د امنیت ساتنې لپاره د هند رول ډېر پرېکنده او مهم بولي.


خبري اژانس ليکي ښاغلي پانيټا به له خپل هندي سيال اې کې انتوني سره په په لیدو کې له افغانستانه د ۲۰۱۴م کال تر پایه پورې له پلان سره سم د ناټو جنګي ځواکونو د وتلو او د دواړو هيوادونو ترمنيځ د وسلو تجارت پراخول او پر ګډه پوځي روزنه خبرې وکړي.

خبري اژانس ليکي هندي چارواکي ويره لري چې له افغانستانه د امریکا په مشری د ډېری ځواکونو له وتو سره به په دغه هیواد کې یوه خطرناکه تشه رامنځ ته شي، او دا تشویش لري چې آیا د کابل حکومت او د هغه نوی غوړېدونکی پوځ به له طالب یاغیانو د وطن ساتنه وکړای شي که څنګه.

خبري اژانس د امريکايي چارواکو له خولي ليکي، پانیټا به هند وهڅوي چې د پاکستان اندښنو پرته دې په افغانستان کې خپل رول لا پیاوړی کړی.

له دي وړاندي ايشیيا ته دخپل نهه ورځني سفر په پیل کې پانيټا هغه پلان څرګند کړ چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې به ډېری امريکايي بحري بېړې آرام سمندر ته ولېږي، ددغه نمونيي ګام موخه د امریکايي هوډ ښودنه ده چې د رادبره کېدونکي چین پر وړاندې خپل اغېز پرځای وساتي.

خبري اژانس ليکي، بیجینګ په چارشنبه ويلي، د امریکا بحری پلان تر وخت مخکې دی او پر واشنګټن يې غږ وکړ چې په سیمه کې د ګټو احترام وکړي.

که څه هم امریکايي اداره هند د چین پر وړاندې متوازي قوت بولي خو په خپلو بیانونو کې امریکايي لوړپوړي چارواکي پر دې ټینګار کوي چې د نوې حکمت عملي مانا د چین ننګول یا چېنلنجول نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG