د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې پر لاریون ډزې پنځه احتجاجیان ژوبل




په بنو کې د بجلۍ د لوډ شډنګ پر ضد د انجمن تاجرانو په احتجاج کونکو باندې د پولیسو په ډزو او اوښلن ګېس پاشلو کې پنځه احتجاجیان ژوبل شول.

احتجاج کونکي وایي، چې کله دوی لاریون د واپډا کالونۍ مخې ته ورسیدل نو د دوی په خبره لومړۍ واپډا والو پرې ډزې وکړې او کاڼي یې وربندې وغورځول شول، او بیا پولیسو ورباندې اوښلن ګېس شیندلی او ډزې یې ورباندې و کړی.

په پيښه کې یو زخمي کس مشال ریډيو ته وویل، ( پر موږ لومړی برید واپډا والو وکړی او بیا پولیس راباندې ډزې شروع کړې.

پولیسو یو شمېر احتجاج کونکي نیولي هم دي. احتجاجیانو له حکومته غوښتنه کړې چې ددغه پېښې دې عدالتي پلټنه وشي . دوی وویل چې اې سي، د واپډا اېکسېن او متعلقه اېس ډي او ګانو خلاف دې ژرترژره اېف آی آر (د نیولو امر) درج شي.

دوی وویل تر دې وړاندې هم پروسږ کال په بنو کې پر مظاهره چیانو حمله وشوه او اوس بیا د دوی په پرامنه احتجاج د واپډا ملازمینو او پولیسو په ګډه حمله وکړه.
تر دا دمه پولیسو او یا واپډا د پيښې په اړه لا څه نه دي ویلي.

په بنو کې پولیسو د بیلا بیلو ګوندونو او ډلو مشران په حراست کې اخیستی دی.
XS
SM
MD
LG