د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باچا کور ، په زر روپۍ میاشت


خان عبدالغفار خان چې نړۍ یې د باچاخان په نوم پیژني
خان عبدالغفار خان چې نړۍ یې د باچاخان په نوم پیژني
اسرار اتل - چارسده


د چارسدې په اتمانزو کې ځايي خلک په دې خبره خواشیني ښکاره کوي چې د عدم تشدد د سالار او د عوامي نیشنل پارټۍ د باني خان عبدالغفار خان ( باچا خان ) کورته د پښتونخوا حکومت هیڅ ډول پام لرنه ، نه ده کړې، نه یوازې دا چې دا کور مخ په خرابیدو دی، بلکه اوس پر ځای ددې چې قومي ورثه ګرځول شوې وای، په کرایه ورکړل شوی دی.


د اشنغر د اتمانزو یو سپین روبي مشر ملک شفیع الله خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل :

(( دا دبارام خان بابا کور دی، په دې کور کې باچاخان بابا، ولي خان ، علي خان او غني خان پیدا شوي ، خو افسوس دا دی چې د باچاخان بابا د نمسو په حکومت کې دا په معمولي کرایه ورکړل شوی دی. پکار ده چې دا کور قومي اساسه ګرځول شوې وای. ))

په اتمانزو کې د باچاخان په کورکې یو ځايي مزدورکاره کس ، استوګنه لري چې دا کور یې په کرایه اخیستی او ددغه کس اته کلنه لور صدف وايي چې دوی د میاشتې زر روپۍ کرایه ورکوي.

دهمدې سیمې یو بل وسیدونکی جان خان وايي، د پښتنو لپاره د باچاخان پلرنی کور د تاج محل حیثیت لري، او پکارده چې دا په یو کتابتون واړول شي. د سیمې خلک دا هم وايي چې ترڅه مودې پورې په دې کور کې د جینکو یو سکول جوړ کړی شوی و ، خو په تیرو شلو کلونو کې په دې کور کې افغان کډوال په کرایه وسیدل.

په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند عمومي سکرتر ارباب طاهر خلیل د باچاخان د کور ددې حالت په اړه مشال راډیو ته داسې وویل :

(( زه فکرکوم چې کوتاهي شوې ده ، خو ژمنه کوو چې دا کور به ډیر زر په عجایب ګر ، کتابتون او یاهم په قومي ورثه بدل کړی شي. ))

باچاخان په اتلس سوه نوي کال کې په دې کور کې نړۍ ته سترګې غړولې وې، او د نولس سوه اته اتیایم کال د جنورۍ په شلمه نیټه یې له نړۍ سترګې پټې کړې، چې اوس یې مزار د افغانستان د ننګرهار ولایت د جلال اباد په شیشم باغ سیمه کې دی. د باچاخان مزار هم تر دې وروستیو پورې په خراب حالت کې و ، خو اوس پرې کار پیل شوی دی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG