د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د انساني حقونو کمیشن جوړ شو




ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د انساني حقونود کمیشن لپاره جوړ شوی قانون لاسلیک کړ، چې اوس به د هیواد د اساسي قانون برخه جوړه شوې ده ـ

د ولسمشر اصف علي زرداري لخوا د بیل لاسلیک کولو روستو خبریالانو سره په خبرو کې د ولسمشر ویاند فرحت الله بابر وویل نوی قانون په ائین (ا اساسي قانون) کې د انساني حقونو په اړه د راغلو مادو د عملي کولو له پاره ګټور دی ـ د هغه په وینا نوی قانون په داسې وخت کې لاسلیک شو چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې بوخت دی او بلې خوا د انساني حقونو په باب شکایتونه هم مخې ته راځي ـ

د انساني حقونو لپاره کاروکونکې ډلو د انساني حقونو لپاره د جوړ شوي دغه کمیشن هرکلی کړی دی ـ د هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان سند صوبې مرستیال مشر امرنات موتوما مشال ریډیو ته وویل، چې مخکې به له انساني حقونو د سرغړونې په وخت یوازې غیر دولتي ادارو غږ پورته کولو خو اوس به دغه کمیشن چې د حکومت لخوا جوړ شوی دی ،هم ددوي غږ اچتولو ذمه وار وي .

((ددې لویه ګټه داده چې مخکې داسې کومه دولتي اداره پاکستان کې موجوده نه وه چې د انساني حقونو په اړه یې اواز اوچت کړی وی ـ د انساني حقونو څخه به د سرغړونې په صورت کې خلک د غیردولتي ادارو انجوګانو په لور تلل،اوس به ددې کمیشن غړي دې ته ګوري چې د خلکو کوم د کومو حقونو څخه سرغړونه کیږي ))

یاد شوې بل قامي اسمبلۍ د ۲۰۱۱ کال په اخر کې او د سینټ یا مشرانو جرګې د روان کال د مارچ په میاشت کې منظور کړی و،پرون د شورو په ورځ د ولسمشر د لاسلیک روستو دغه قانون د ائین برخه جوړه شوه ـ

د سرکاري ټي وي ترمخه دغه کمیشن به لس غړي لري چې مشري به یې د سپریم کورټ د قاضي سره د برابر سند لرونکی تن په غاړه لري ـ او دغه کمیشن به د ټولو ادارو څخه د پوښتنې واک هم لري ـ یاد کمیشن به د انساني حقونو څه د سرغړونې په اړه خپل رپورټ حکومت ته استوي چې بیا به پرې قامي اسمبلۍ کې هم بحث کیږي ـ

د ولسمشر د ویاند په خبره د کمیشن مرکزي دفتر به اسلام اباد کې وي خو نوموړي په دې اړه کومه ځانګړې نېټه اعلان نه کړه چې دغه دفتر به کله پرانیستل کیږي ـ

په پاکستان کې د انساني حقونو د کمیشن سند صوبې مرستیال مشر امرنات وایی، پاکستان کې د قانون تر جوړولو روستو د هغې په عملي کولو کې زیاتره وخت له ځنډه کار اخیستل کیږي.

((یو قانون زیات نه زیات ۲۰ یا ۳۰ فیصده عملي کیږي ـ تاسو وګورئ د ښځو په اړه قانون څو کاله مخکې منظور شوی دی خو نن هم موږ وینو په ښځو تشدد کیږي،تیزاب پرې پاشل کیږي،په سوره کې ورکول کیږي او د تور لګونې روستو وژل کیږي هم ))

د هغه په خبره د انساني حقونو د کمیشن د قانون تر برخې جوړیدو پورې باید محدوده ونه ساتل شي او چې څومره زر ممکن وي باید حکومت ددې د عملي کولو لپاره هم کوټلي ګامونه واخلي ترڅو ځپل شوې طبقې ته زر تر زره د انصاف په ترلاسه کولو اساني پیدا شي ـ
XS
SM
MD
LG