د لاسرسي ځای

تازه خبر

ورځپانې: افغان جهادي مفکوره او د فاټا عدالتي نظام




ژباړه: ملیحه امیرزاده - مشال راډیو

لاس اینجلیس ټایمز ورځپاڼه ليکي په افغانستان کې په 1979م کال کې د شوروي اتحاد د یرغل وروسته په هیواد کې حالات بدل شو. په پاکستان کې د شوریانو ضد افغان جهادي مشرانو په نړۍ کې مسلمانانو یاغیانو ته بلنه ورکړه چې د دوی په مبارزه کې شامل شي. ورځپاڼه لیکي په هاغه وخت کې د امریکا، پاکستان او سعودي عرب په مرسته جهادي مفکوره په نړۍ کې خوره شوه.

ورځپاڼه ليکي په 1989م کال کې جهادیان په دې کې کامیاب شو چې شوروي اتحاد افغانستان پریښودلو ته مجبور کړي. له دې وروسته بیا القاعده جوړه شوه، چې د اسامه بن لادن په مشري کې یې مقامي جهاد ته تقویه ورکړه. ورځپاڼه زیاتوي په افغانستان کې بن لادن چې پنځه کالو لپاره یی پناه اخیستې وه د طالبانو مشر ملا عمر سره ملګری شو، چې په نتیجه کې یې ملا عمر د هغه د نړیوال جهاد مفکوره خپله کړه. چې د 11م ستمبر 2011م کال پورې یې دوام وکړ.

ورځپاڼه زیاتوي د افغان جګړې حل او قرار داد لپاره د 2014م کال وروسته طالبان د سیاست برخه ګرځول لازمي دي. د ورځپاڼې په خبره د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د امریکایي ولسمشر بارک اوباما لخوا لاسلیک شوی د سټراتیژیکي همکارۍ سند پکار ده د دواړو هیوادونو د مشرانو تر مینځ اعتماد زیات کړي. چې دا ډول طالبانو سره خبرې اترې وکړل شي.

ورځپاڼه بیا د مغربي هیوادونو اندیښنو ته کتنه کوي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې القاعده او نور وسله وال پټن ځایونه لري او د نړیوال جهاد مفکوره خوروي. ورځپاڼه ليکي د پاکستان ملي حاکمیت احترام معنا دا ده چې نیټو ځواکونو ته هاغه شان آزادي نه وي چې د دغه هیواد په قبایلي سیمو کې د وسله والو جهادي مفکورې مخنیوې وکړي څنګه چې یې په افغانستان کې کوي.

بلخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي د پاکستان قبایلي سیمه چې پکې د قانون د نیشتوالي اکثر ذکر کیږي د یوې نوې وجې په بنیاد یې د نړۍ پام په خپل لور ګرځولی دی. او هغه وجه ده د دغه سیمې ځانګړې قانوني نظام دی.

ورځپاڼه لیکي د دې نظام لاندې قبایلي مشران او د حکومت لخوا ټاکل شوی پولیټیکل ایجنټ د کیسونو فیصله کوي. پولیټیکل ایجنت ته پوره اختیار وي چې د خپل قانون سره سمې سزاګانې واؤروي. په داسې مقدمو کې مدعي ته په قبایلي عدالتي نظام کې د شواهدو وړاندې کولو اجازه نه وي او نه ځان له وکیل نیولای شي.

ورځپاڼه د فاټا د خبریالانو د ټولنې صدر اعجاز مومند له خولې ليکي ایف سي آر یو سخت او غیر انساني قانون دی. دی وایي تر دې قانون لاندې که د یوې قبیلي کوم یو کس جرم وکړي نو د هغه د کړو لپاره ټوله قبیله ذمه واره ګڼل کېږي. د هغوی کورونه تباه شي دوی ګرفتاره شي او پرې جرمانې و لګول شي.

ورځپاڼه ليکي تنقید کونکي نه یواځې د دې قانون په انصاف پوښتنه اوچتوي بلکه د ډاکټر شکیل اپریدي د کیس د جواز په اړه پرې هم پوښتنې لري. اپریدي د خیبر ایجنسۍ نه لرې په ایبټ آباد کې خپله کاروایی کړې وه چیرته چې هغه ته د ایف سي آر قانون لاندې د قید سزا واؤرول شوه. هغه د خیبر قبایلي سیمې اوسیدونکی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG