د لاسرسي ځای

تازه خبر

لويديځ هېوادونه د سوريا سفيران شړي



هارون باچا - مشال راډيو

واشنګټن:- راپورونه وايي د سوريا په ((حولا)) نومي ښارګوټي کې د تېرې جمعې د ورځې د تشدد په پېښو کې د ۱۰۸ کسانو، چې شاوخوا نيمايي برخه ورڅخه ماشومان ول، د وژل کېدو خبرونو ته لويديځې نړۍ له غوسې او خپګان ډک غبرګون ښودلی دی-

راييټرز اژانس ليکي، د امريکا، برتانيا، کينيډا، ايټاليا، فرانسې، جرمني، هسپانيه، اسټريليیا، هالينډ او بلغاريا له خوا د سوريې د سفيرانو د شړلو دغه همغږی اقدام په نړيواله ډېپلوماسۍ کې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت د لا ډېر ګوښه کېدو څرګندويي کوي-

د امريکا د خارجه وزارت وياندې وېکټوريا نيولينډ د نهې په ورځ په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل: ((په سوريا کې رامنځ ته شوې د تاوتريخوالي دغه وروستۍ پېښې د هغه سرغړونو يو پوخ ثبوت دی چې د دې هېواد حکومت يې د ملګرو ملتونو د قراردادونو د نه منلو په ترڅ کې کوي- نوموړې دغه راز د ((حولا )) د وژنو ټوله ذمه واري د ولسمشر اسد په حکومت واچوله-
راييټرز اژانس د فرانسې د خارجه وزير لورين فيبيس يوه فرانسوي ورځپاڼې ته کړې خبره راخېستې چې ويلي يې دي: ((بشارالاسد د خپلو خلکو قاتل دی، او څومره ژر چې له واکه لرې شي نو هومره به ښه وي-))

په عين حال کې د سوريا له پاره د ملګرو ملتونو او عرب ليګ شريک استازي کوفي عنان دمشق ته د سفر پر مهال خبريالانو ته وويل چې د ياد هېواد د جوړجاړي له پاره د ده شپږ ماده يي پلان هغه نتيجې ور نه کړې چې ده يې تمه لرله- ((ما له ولسمشر اسد سره خپله ارزونه شريکه کړه، او هغه دا چې په شپږ نکاتي پلان هغه رنګ عمل نه دی شوی لکه چې په کار وو- دغه وروستيو پېښو حالات په ډراماتېک ډول په بله واړول- د سوريا خلک د وينې تويیدنې او بيلېدنې يو راتلونکی نه غواړي- بيا هم وژنې دوام لري او هغه څوک چې يې کوي، نن هم له موږ سره دي-))

د راييټرز اژانس په ليکنه، د ((حولا)) د پېښو په اړه د ملګرو ملتونو د رپوټونو برخلاف، د اسد حکومت په دغه وژنو کې لاس لرل په بشپړه توګه ردوي- اژانس زياتوي، ولسمشر اسد له ښاغلي عنان سره په ليدنه کې د خپل حکومت هغه زوړ دريځ تکرار کړ چې و يې ویل، دا وسله وال ترهګر دي چې په ګرد هېواد کې يې د وژنو او سړي تښتونو لړۍ ته زور ورکړی دی-
راپورونه دغه راز وايي چې په ولسمشر اسد د واک د پرېښودو له پاره غږونه کوونکي لويديځ هېوادونه تمه څرګندوي چې په ((حولا) کې د کورونو دننه د خلکو بې رحمانه وژنې به د سوريا په اړه د نړۍ په قضاوت کې بدلون راولي، په تېره روسيه به وهڅېږي چې د خپل دغه زوړ ملګري هېواد پر ضد د کوم اغېزناک اقدام ملاتړ وکړي-

د سوریا د تاوتريخوالي پېښو ته د نړيوال غبرګونونو په لړ کې د برتانيا خارجه وزير وېليم هيګ په لندن کې په يو مطبوعاتي بيان کې وويل چې د ياد هېواد پر ضد د نور ډېر فشار راوړلو موضوع يې په اروپايي ټولنه کې اوچته کړې او دا چې له روسيې سره يې هم په دغه هکله خبرې پيل کړي دي- ((د روسيې خارجه وزير پرون له ما سره په دې خبره موافقه شو چې د سوريا د مسالې په ټولو خواوو، په شمول د اسد د حکومت، چې لا هم د عنان د پلان په عملي کولو کې پاتې راغلی دی، بايد فشار سېوا کړای شي- موږ به له دې کبله چې روسيه د سوريا په حکومت کې يو ځانګړی نفوذ او هم د دې هېواد د بحران د حل په لړ کې يو ځانګړی رول لري، ورسره پيل کړې خبرې پر مخ بوځو-))

خو راييټرز اژانس د روسيې د خارجه وزير سيرګي ليوروف د نهې د ورځې د يوه بيان په حواله وايي چې نوموړي له کوفي عنان سره په ټيليفوني خبرو کې د ځينو هېوادونو له دې هڅو سره چې غواړي د امنيیت شوری له لارې په سوريا د پوځي مداخلې لار هواره کړي، زښت مخالفت څرګند کړ-

بايد وويل شي چې روسيې او هم چين، په دې وروستيو کې دوه وارې، د سوریا پر ضد د امنيیت شوری د دغسې يو اقدام مخه ونيوله-

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG