د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې د غزل شپه


په بنو کې مشاعره
په بنو کې مشاعره

عمردراز وزیر :
---------------

په بنو کې د غزل شپه جوړه شوې وه چې د لر او بر پښتنو شاعرانو پکې ګډون کړی و او د خپلو ښایسته وو شعرونو په واسطه یې خوندور او له مانا ډک پیغامونه خلکو ته ورسول. ددې مشاعرې تابیا ( انجمن ترقي پسند مصنفین بنو ) کړې وه او دا مشاعره د سیمې د یو پیژندل شوي شاعر پروفیسر رحمت الله درد په نوم نومول شوې وه.


دغزل شپه ، د شپې په لسو بجو پیل شوه او تر سبا پورې یې دوام وکړ. په دې پروګرام کې سلګونو شاعرانو ګډون کړی و.
په مشاعره کې برخه اخیستونکو شاعرانو دا ډول راټولیدنه د پښتو ادب د څڼې سترګې لپاره ضروري بلله ، د کوهاټ نه مشاعرې ته راغلي شاعر سعدالله خان حیران مشال راډیو ته وویل :


سعدالله خان حیران خپل شعر اوروي
سعدالله خان حیران خپل شعر اوروي

(( داسې راغونډیدل ضروري وي، پکارده چې د پښتونخوا په لر او بر کې دداسې پروګرامونو انعقاد وشي. دا ډول پروګرامونه د خلکو د شعور په راویښولو کې ډیره ونډه لري. ))

یو بل شاعر سیف مومند بیا ویل:
(( شاعر هغه څه هم ویني او درک کوي یې چې عام خلک یې نه شي لیدلی، دده مثال د یو ماشوم دی چې د قوم لپاره خواږه خواږه خوبونه ویني. شاعر چې څه وايي د قوم د بیدارۍ او ګټې لپاره وايي. ))

د انجمن ترقي پسند مصنفین صوبايي صدر محب وزیر وايي ددې غونډې مقصد داوو چې په بنو کې د مشاعرې په ترسره کولو د خلکو مورال لوړ کړي.
(( د لته د خلکو په ذهنونو کې یوه ویره خوره وه. داهغه ویره وه چې څه وجود یې نه درلودلو او مونږ غوښتل چې د مشاعرې په ترسره کولو سره، د خلکو د ذهنونو نه دا ویره لرې کړو. ))

په بنو او شاوخوا سیمو کې، په تیرو څو کلونو کې داسې کومه لویه غونډه جوړه شوې نه وه ، نو ځکه ورته د سیمې خلک تږي او خوشاله وو.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG