د لاسرسي ځای

تازه خبر

دناټو بمبارۍ پکتیاکې ۸ ولسي کسان ووژل



په افغانستان کې چارواکي وايي چې په ختیځ کې د نېټو د ځواکونو په یوه هوايي برید کې د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي.


دا پېښه تيره شپه د افغانستان د پکتيا ولايت د ګردې څيړۍ په ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله د نېټو ځواکونو پر یوه کور هوايي برید وکړ.

د ځايي چارواکو په وينا په پيښه کې اته تنه وژل شوي دي.د پکتيا د والي وياند روح الله سمون له مشال راډیو سره په خبرو کې د دې پيښې پخلی وکړ په وژلو شویو کسانو کې یوځايي کس شفیع، د هغه میرمن او شپږ ماشومان ښامل دي، او ددوی کور هم په بشپړ ډول له منځه تللی.

روح الله سمون وايي، ددغو عملیاتو پرمهال دافغان چارواکو سره مشوره نه وه شوې، د نېټو د ځواکونو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG