د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې دیو قوماندان په ګډون ۴ وسله وال وژل شوي



په اورکزی ایجنسۍ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د ګوله باری لا امله د یو مقامی قومندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.

د استخباراتي ادارې یو چارواکي ویلي چې د بره اورکزۍ ایجنسۍ په ګندی ټل سیمه کې د وسله والو لخوا د ډزو په ځواب کې امنیتي ځواکونو د توپ خانې استعمال وکړ.

چارواکي وايي چې د وسله والو د قومندان رحیم خان نومېده چې عمر یې تر پنځه دېرش کاله اوښتی وو او له علي خېل قبیلې سره یې اړه درلوده.

په دې اړه د وسله وال طالبانو لخوا تروسه څه نه دي ویل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG