د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو پر سرمشریزه د ورځپاڼو لیکنې



ژباړه: ملیحه امیرزاده

لاس اینجلس ټایمز ورځپاڼه ليکي کله چې د سپینې ماڼۍ لخوا د پاکستان صدر آصف علي زرداري ته په آخري وخت د نیټو په سرمشریزه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوه نو دا پوښتنه وه آیا په دې غونډه کې د نړۍ مشرانو سره په یو پلیټ فارم ګډون کولو سره به زرداري دې ته تیار شي چې په افغانستان کې ايتلافي ځواکونو ته د سامان د رسد لارې پرانیستل شي؟

ورځپاڼه ليکي د ګل په ورځ د غونډې ختمیدو نه وړاندې جواب واضحه وو. چې د لارو په اړه د کوم تړون امکان نه و. دغه غوڼده چې په افغانستان کې جګړه د ختمیدلو سره تړلې وه ، د سامان د رسد لارې پرانیستلو په اړه د زرداري انکار په ډپلومیټیکي ډول د دغه غونډې نوم ته زیان ورسوو.

د ورځپاڼې په خبره د اوباما لخوا په دې اړه خپګان د دې نه ښکاره شو کله چې د ګل په ورځ هغه د غونډې پر مهال د ۵۰ نه زیاتو هیوادونو مشرانو او په تېره د روس او وسطي ایشیا هیوادونو مننه وکړه چې په افغانستان کې ځواکونو ته د دوی په لارو سامان رسولو کې مرسته کوي. خو زرداري چې ورته مخامخ په لږه فاصله ناست و ، د پاکستان ذکر یی پکې و نه کړ.

ورځپاڼه د ځینو امریکایی چارواکو له خولې ليکي د اوباما انتظامېې لخوا دا رویه کیدای شي زرداري په سیاسي ډول کمزورې کړي چې ورته به په خپل هیواد کې دننه د امریکا ضد احساسات په کمولو کې نور مشکلات مخې ته راشي.

ورځپاڼه زیاتوي پاکستاني لارو ته د رسایی نه بغیر باید توکي د سامان وړونکي جهازونو او د شمالي لارو په ذریعه افغانستان ته و رسول شي. په شمالې لارو کې روس، منځني اسیا ، بالټیک سمندرګې او د جورجیا بندرونه شامل دي. ډېر هیوادونه د دې اجازه نه ورکوي چې د دوي په زمکني لارو دې وسله او یا نورې جنګي وسلې او سامان وړلای شي.

بل خوا ګاردین ورځپاڼه ليکي ډېر زر به په افغانستان کې د یوې لسیزې راهیسې روانه د نیټو معامله سر ته ورسي خو مغربي حکومتونه به بیا هم دغه هیواد سره د مرستې پروګرامونو ته دوام ورکوي. دا هاغه پیغام دې چې د نیټو سرمشریزې غونډې د ختمیدلو په وخت یی ورکول مانا لري.

د ورځپاڼې په خبره د نیټو چارواکو په مغزو کې دا خبره پرته ده چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د وخت تجربه بیا مخې ته را نه شي. ورځپاڼه زیاتوي ۲۰ کاله مخکې د شوروي اتحاد د تګ نه پس چې کله د افغانستان حکومت نسکور شو هغه د یاغیانو له وجې نه وو بلکې وجه یی دا وه چې ماسکو دغه هیواد ته پيسه ، تیل او وسله ورکول بند کړل.

ګارډین لیکي دا وخت بدلون ته ضرورت دې. چې باید امریکا د روس په شان د ټولو ځواکونو د ویستلو لپاره تیاري پوره کړي . ځيني کسان وایی طالبان د ۲۰۱۴ م کال په انتظار کیناستی شي خو تر هغه پورې باید د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی هم په دې اماده شي چې د طالبانو مشر تابه ته دړکه ورکړي. بلخوا ورځپاڼه د پاکستاني طالبانو وجود مخامخ راتلل یو زیان ګڼي. ورځپاڼه ليکي په کابل کې سمجوته د پاکستان لپاره د طالبانو د بریا نه زیاته بهتره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG