د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې راکټي برید دوه تنه ژوبل کړل


د پيښور په حيات اباد کې تېر ماښام له نامالومه اړخه يو توغندۍ راپرېوتی چې په کې د يو شخصي امنيتي کمپنۍ دوه ساتونکي ژوبل شوي.

د مشال ريديو د خبريال له مخې دا پيښه له کارخانو سره نږدې په صنعتي علاقه کې رامنځ ته شوې.

له خېبر ايجنسۍ سره نږدې د حيات په بېلا بېلو سيمو کې د تېرو څو ورځو راهیسې له نا مالو اړخه راکټې راپريوځې او دارنګ څو ورځې وړاندې په شپږم فېز کې هم دوه کسان په يو راکټي بريد کې ژوبل شو .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG