د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې چاودنه، یو وژل شوی


د پاکستان په پېښور کې چاودونه شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې دا چاودنه له ګلبهار تاڼې سره شوې ده.

د سیمې د پولیس چارواکي اعجاز په وینا، په دې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی دی.

د لېډي ریډنګ روغتون چارواکي وايي، په دې برید کې ۱۳ کسان ژوبل شوي دي چې په کې د یوې ښځې په ګډون د درې کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

له پېښوره د مشال راډیو خبریال وايي، د چاودنې هدف د پولیسو هغه ګاډی وو چې په کې بندیان مردان ته وړل کېدل.

د ګلبهار له تاڼې سره یو فلای اوور جوړېږي چې له کبله یې دلته د ګاډو رفتار هم ورو شي.

په دې پېښه کې ځینو ګاډو او رکشو ته هم زیان رسېدلی دی.

د پاکستان د وسله والو طالبانو غورځنګ د دې برید پړه منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG