د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند باید له ایرانه د تېلو اخیستل کم کړي. کلنټن


د امريکا د بهرنيو چارو وزیري هيلري کلنټن د انرژۍ تږي هند ته غږ کړی چې له ايرا نه د تيلو درآمدات کم کړي ، چې په ايران د ددغه هيواد د لانجمن ايټمی پروګرام له وجي فشار زيات کړی.

ميرمن کلتټن د هند په مشرقي ښار کلکته کي وويل، هند لګيا دی له ايرانه د تيلو اخیستل کموي. موږ ددغه ګامونو ستاینه کوو .موږ هیله لرو چې هند نور ګامونه هم پورته کړی.٬٬

ميرمن کلتټن به د خپل سفر په راتلونکی پړاؤ کې نوي ډیلي ته ځي، چې د هند وزير اعظم من موهن سینګ سره وويني.

ويل کیږي چې دا مهال د امريکا لخوا په ايران د فشار زياتولو له وجې د دواړو هيوادونو اړيکي له کړ کيچ سره مخامخ شوي دي.

که د اوباما ادارې معلومه کړه چې هند له ایرانه د تېلو درآمدات په څرګند ډول نه دي کم کړي نو د روان کال د جون مياشتې تر پايه د امريکا لخوا پرې مالي بنديزونه لګېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG