د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ ( مئي ۷)


اسرار عالم مومند

د خبري اژانس ای ايف پي په يو رپورټ کې راغلي ، هند او پاکستان ترمنځه اوس هم د کشمير مسله پرته ده او دارنګ د دواړو هېوادونو ترمنځه په بشپړه توګه د امن لوظنامې لا هم لرې دي، خو بيا هم دواړه هېوادونه هڅې کوي چې د کاروبار او تجارت له لارې يو بل ته نږدې شي.

په کراچۍ کې يو کاروبار کونکي کاشف ګل وايي دا ډيره د خوشحالۍ موقع ده چې پاکستان او نوې ډيلې د کاروباري اړيکو د ښه کولو لپاره هڅې کوي ،نوموړی زياتوي چې هند د دوي لپاره يو لوی کاروباري مارکېټ دی.

د پاکستان او هند ترمنځ پرمختللې اړيکې تر یوه بریده، هغه وخت ښې شوې کله چې پاکستان پريکړه وکړه چې هغوې به د کال تر پاې پورې هند ته د غوره يا موسټ فېوریټ نېشن حېثيت ورکوي.

د دې مطلب دا چې د پاکستان په مارکېټونو کې به د نورو هېوادونو په شان د هندوستان مالونو ته هم هغه شان اهميت ورکول کيږي.

پاکستان او هند د اپريل په مياشت کې دويمه تجارتې لاره هم پرانسته او دارنګ د ورځې پر اساس د ټرکونو د تېرېدو شمېر يونيم سلو ته ورسېدو .

هندوستان وايي دوي پلان لري چې د دوی په هېواد کې د پاکستان په سرمايه کارانو لګول شوی بنديز لرې کړي. همداراز هند د پاکستاني کاروباريانو لپاره د کاروباري ويزو د جاري کولو هم پلان لري، خو د دې هرڅه باوجود د دواړو هېودونو لخوا، د کشمير د مسئلې په لړ کې څه پرمختګ په نظر نه راځي.

په رپورټ کې وړاندې راغلي دي ځینې پاکستاني کاروباريانو د پاکستان او هند ترمنځه د تجارتي اړيکو د ښه کېدو پرضد احتجاج هم کړی، دوي وايي ، د پاکستان په مارکېټونو کې د هندوستان د ارزانه شيانو له وجې به د دوی صنعت ته زيان ورسيږي.

بلخواه، د خبري اژانس ايسو سې ایټډ پريس په يوه رپورټ کې راغلي ، تمه څرګنديږي چې هند به په دې راضې کړی شي چې له ايرانه نور تېل اخیستل بند کړي ، دامريکا د بهرنېو چارو وزيره هېلري کلنټن هند مشر تابه ته په ټېنګار سره ويلي ، چې د ايران پرځای دې له نورو هېوادونو څخه خپل د تېلو ضرورت پوره کړي.

هېلري کلنټن د جنوبي ايشيا په درې ورځنۍ دوره ده ، هغه به د سيمې د امنيت په ګډون د تجارتي بنديزونو په نرم کولو هم توجه ورکوي.

هېلري کلنټن د چين او بنګله ديش له دورې وروسته کلکتې ته رسېدلې ، له نوموړې سره په سفر تللي چارواکي وايي، له ايرانه د تېلو په اخيستو بنديز د هېلرې کلنټن د ايجنډې د سر خبر ده .

د دې ترڅنګه د پاکستان او هند ترمنځه اړيکې او د افغانستان مستقبل په اړه خبرې هم د کلنټن په ايجنډه کې شاملې دي . په رپورټ کې راغلي دي که څه هم هندوستان د تېلو لپاره په ايران تکيه کمه کړې، خو يو امريکايي چارواکی وايي بايد چې نوي ډيلې په دې لړ کې له نور ګامونه هم پورته کړي.

که چيرې، د اوباما انتظاميه په دې خبره ولاړه وه، چې د جون مياشتې تر ختمېدو پورې هند له ايرانه د تېل اخیستو په لړ کې کافي ګامونه نه دي اخیستي، نو د قانون له مخې د نورو هېوادونو په شان هند هم د امريکا لخوا، له بنديزونو سره مخ کېدای شي. ددې قانون موخه د ايران د پېټروليم صنعت مکنګل کول دي چې دارنګ دغه هېواد د خپل اټومي پروګرام پر سر د نړيوالو غوښتنو ته غاړه کيږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG