د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرمه کې دسپرلو په ګاډي برید، شپږ ژوبل




په کرمه ایجنسۍ کې د سپرلیو په یو ګاډي ، په وسله وال برید کې د درې میرمنو په ګډون شپږ کسان ژوبل شوي دي.


په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د ځايي چارواکو په حواله وايي چې ګاډي د پاړه چنار نه پېښورته په لاره و، چې په ( جندړۍ ) سیمه کې تر برید لاندې راغلو. ټپیان د علي زو تحصیل مرکزي سرکاري روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.

ځايي چارواکي وايي برید کونکي له بریده وروسته په تېښته بریالي شوي دي. په سیمه کې د شیعه فرقې ( انجمن حسینیه ) یو غړي وزیر علي مشال راډیو ته ویلي، د سپرلیو په ګاډي برید کول ، د سیمې د امنیت د خرابولو یو سازش دی.

دیادې شوې پېښې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG