د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د اوباما تګلاره، هم وځوهم پاتې کېږو


د امریکا ولسمشر براک اوباما په افغانستان کې د خپل سفر پر مهال خپل ولس ته وینا کوي
د امریکا ولسمشر براک اوباما په افغانستان کې د خپل سفر پر مهال خپل ولس ته وینا کوي
سرچینه: ايسوشی ايټيډ پريس اژانس

ژباړه: هارون باچا- واشنګټن

ايسوشی ايټيډ پريس اژانس په خپل يو تحليلي مطلب کې ليکي چې د امريکا ولسمشر براک اوباما په کابل کې د کړيو خپلو وروستيو څرګندونو په ترڅ کې خپلو هېوادوالو ته يو رنګ او بهر نړۍ ته بل رنګ پيغام ورکړ-
د اژانس په ليکنه، له افغانستانه د وتلو د خپلې ادارې د تګ لارې د پخلي په کولو اوباما د امريکايانو د زړه خبره وکړه، څوک چې د افغانستان يوولس کلنې جګړې ستړي کړي او له چا څخه چې به نوموړی راتلونکې نومبر مياشت د ولسمشرۍ د دوهمې دورې له پاره ووټ وغواړي-
باید وويل شي د باګرام له پوځي اډې څخه تېره نهې شپه امريکايي قوم ته په تیلويزيوني وينا کې اوباما ډاډ څرګند کړ چې د تېرې يوې لسيزې بهرنيو شخړو ته به د پای ټکی کېږدي او د هېواد دننه د رامينځ ته شویو اقتصادي ستونزو په حل کولو سره به د امريکا متحده ايالات په يوه نوي او زيات ارامه پړاو کې داخل کړي-
اژانس د ولسمشر اوباما له خوا له افغان دولت سره د ستراتيژيک سند لاس ليک کولو ته په اشارې زياتوي چې په دغه اقدام سره نوموړي له افغانستان سره هم د اوږدې مودې د ملګرتيا ژمنه وکړه- ویل شوی چې د دې لوظنامې په ترڅ کې د امريکا حکومت مکلف دی چې د افغانستان د امنييت او اقتصاد په پياوړتيا کې له دغه هېواد سره لازمې او د پام وړ مرستې وکړي-
ای پي په خپل راپور کې وايي د ستراتيژيکو همکاريو په ترڅ کې به امريکا وکولای شي له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په خاوره پوځي حضور ولري، تر څو له طالب وسله والو او يا القاعده سره د جګړې له پاره افغان ځواکونه ښه وروزي او هم د دې هېواد په ګاونډ کې پر ايران نظر وساتي- دغه راز وييل شوي چې له افغانستان سره د اوږد مهاله ستراتيژيکو اړيکو د سند په بشپړولو کې د اوباما له دلچسپۍ دا جوتېږي چې امريکا له ۲۰۱۴ م کال وروسته، چې زياتره بهرني ځواکونه به له افغانستانه وتلي وي، د طالبانو د بیا راپورته کېدو له امله اندېښمنه ده-
د اژانس په خبره، د ستراتيژيک سند د لاس ليک کولو اصلي هدف افغان مشرانو ته باور ورکول وو چې امريکا به، لکه په ۱۹۸۹ م کال کې يې چې له افغانستانه د روسي ځواکونو له وتلو وروسته دغه هېواد يوازې پرې ايښی وو، بيا دغسې غلطي نه کوي-
ای پي پر مخ ليکي ولسمشر اوباما د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د لومړني تلين په موقع په افغانستان کې د ناڅاپي راښکاره کېدو په ترڅ کې وښوده چې د ده اداره توان لري هغې یوې جګړې ته، چې ډېری امريکايان يې د ګټې تمه نه لري، د پای ټکی کېږدي-
په عين وخت کې د امريکا دننه د مخالف سياسي ګوند غړی، که څه هم د افغانستان د جګړې میدان ته د اوباما د تګ په محتاطانه توګه ستاینه کوي، خو وايي چې په ترڅ کې يې نوموړی د سياسي ګټو د لاس ته راوړلو هڅې کوي- ايسوشي ايټيډ پريس د امريکا په سينيټ کې د ریپبلیکن ګوند دسینیټر او د دې ايوان د پوځي خدمتونو د کمېټې د يوه مشر غړي جېم انهاف له خولې لیکي چې وايي ښکاره ده چې افغانستان ته د اوباما وروستی سفر د ده د صدارتي کمپاين يوه برخه وه- سينيټر انهاف د تېرو دريو کالونو په موده کې د امريکا د دفاع وزارت په بودېجه کې د کمي راوستلو د ولسمشر اوباما د هڅو په يادولو زياتوي چې نوموړی غواړی په روان انتخاباتي کال کې د کورني امنييت په چارو کې خپل بايللی باور يو څه راوګرځوي-
دغه راز په ولسمشريزه ټولټاکنو کې د ريپبليکن ګوند د ممکنه کانديد په توګه ځلېدلي مټ رامني هم براک اوباما تورن کړی چې وايي نوموړی د بن لادن له وژنې سياسي ګټې پورته کوي-
ايسوشی ايټيډ پريس په ورته وخت کې د امريکا په يوې څېړنيزې ادارې کونسل اف فارن ريليشنز کې د دفاعي چارو د يوه څېړنکار سټيفن بېډل په حواله ليکي چې د ولسمشر اوباما له پاره به افغانستان او پاکستان ته دا باور ورکول چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته به امريکا له دواړو هېوادو سره د يوه اغېزناکه امنييتي همکار هېواد په توګه اړيکې ټينګې وساتي، يو ستونزمن کار وی-
د ښاغلي بېډل په خبره، مشکل دا دی چې نوموړی هغه خلکو ته مخاطب دی څوک چې پوخ يقين لري چې امريکا به له دوئ مخ اړوي-

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG