د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې تاو تریخوالی، بمي چاودنې


د شام سرکاري خبري اژانس وایي، په دمشق کې په مرکزي بینک او د پولیسو په یوه ګزمه د لاسي بم حملې شوې، او په ادلیب ښار کې دوه بمي چاودنۍ هم شوی دي.

په شام کې د برتایی د بشري حقونو یوه څارونکې ډله وایي، په ادلیب ښار کې څه نا څه ۲۰ کسان په دغه بمي چاودنو کې وژل شوې دي.

سنا خبري اژانس وایي، په دمشق کې د مرکزي بینک ودانۍ ته لږ زیان رسیدلی او څلور پولیس په دغه پیښو کې ژوبل شوي دي.

د شام سرکاري خبري ادارې وایي ، دغه حملې وسلوالو ترهګرو کړي ، چې غواړي د ولسمشر بشر ال اسد حکومت وغورځوي.

په شام کې د ملګرو ملتونو او عرب لیګ د استاذي کوفي عنان د ډز بندۍ پلان چې دوه اونۍ وړاندې عملي کړل شوی وو، لا هم د تشدد پیښې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG