د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس وايي د شیکاګو په غونډه کې برخه نه اخلي


روس وايي د افغانستان په اړه د شیکاګو په راتلونکې کانفرانس کې به ګډون ونه کړي .


د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند الکساندر لوکاشي ویچ ویلي، هیواد یې د ناټو غړی نه دی او د شیکاګو په کنفرانس کې د برخې اخیستلو څه پلان نه لري .

د رپورټونو له مخې د ناټو عمومي منشي ، د برسلز په غونډه کې روس ته بلنه ورکړې وه چې په شیکاګو کې دې د ناټو په سرمشريزه کې ګډون وکړي .

خو مسکو تر اوسه دا بلنه نه ده منلې .

د روس د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي داد ناټو د مشرانو په غونډه کې روس ته دا بلنه، په واقیعت کې د افغانستان په اړه په نړېوالو هلو ځلو کې د روسيې د رول له کبله ده .

تمه ده چې د ناټو او ایساف د غړیو هیوادونو د مشرانو په ګډون دا کنفرانس د مې پر ۲۱مه شیکاګو کې جوړ شي .

ټاکل شوې چې په دې کنفرانس کې به افغان ولسمشر حامد کرزی هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG