د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د جورجیا یو سرتیری وژل شوی


د جورجيا د دفاع وزارت وايي په افغانستان کي يې يو بل سرتېری وژل شوی چې دا ډول يې د ناټو تر مشرۍ لاندي په افغانستان کي له وسله والو طالبانو سره په جګړه کي د وژل شوو سرتيرو شمېر ۱۶ ته رسیدلی.

په خبرپاڼه کي ويل شوي چې وروستی سرتېری يې په هلمند ولايت کي د سړک پر غاړه د ښخ کړل شوي بم چاودېدو له امله ووژل شو. جورجيا هيواد دا وخت په افغانستان کي ۸۰۰ سرتيري لري خو د تېر کال د دسمبر په مياشت کي د دغه هيواد پارليمان د نورو سرتېرو لېږلو په حق کي قرارداد منظور کړی او تمه څرګنديږي چې په افغانستان کي به د جورجيايي سرتيرو شمېر يو په دوه ياني ۱۶۰۰ ته ورسيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG