د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي سوډان: له لانجمنې سیمې پوځیان ایستل پیل شوي


د جنوبي سوډان پوځي ځواکونو د سوډان د تيلو له لانجمنې سيمې څخه د خپلو پوځيانو ویستل پيل کړي دي.

د جنوبي سوډان د اطلاعاتو وزير بارنابا ماريل بينجيمين رسنيو ته ويلي چې په دريوو ورځو کې به يې له هيګليګ سيمې څخه د پوځيانو وتل بشپړ شي.

د جنوبي سوډان سيمه له سوډان څخه څه موده وړاندې بيله شوه او يو بيل هيواد شو. دواړو هيوادونو د دغه تيل لرونکې سرحدي سيمې پر سر څو ځله نښتې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG